منظور پښتین: پاکستان پښتانه له خپل تاریخه ناخبره ساتلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، طالبان د پاکستان د پوځي او اسختباراتي ادارو زېږنده دي او د پاکستان د ګټو د خوندي کولو لپاره کلونه پخوا جوړ شوي دي.

د ښاغلي پښتین په وینا، پاکستاني جنرالانو بیا بیا اعتراف کړی چې طالبان دوی رامنځته کړل او د پښتنو سیمې یې په لوی لاس سخت دریځو ډلو ته ور پرېښودلې.

د غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي د څلوېښتې مراسمو غونډې ته په وینا کې منظور پښتین وویل، پاکستاني ریاست په لوی لاس پښتانه له خپل تاریخ او جغرافیې ناخبره ساتي دي او په دې توګه یې له څو لسیزو راهیسې د پښتنو حقونه ترړولي

.

پېښور کې ولسي جلسې ته په خپله احساساتي وینا کې منظور پښتین وویل، د پاکستان په درسي نصاب کې د پښتنو مشرانو او تلانو هېڅ یادونه نشته، او پښتانه ځوانان د باچاخان، خان شهید، فقیر ایپي او احمدشاه ابدالي له تاریخه ناخبره دي.

ښاغلي پښتین دا ادعا هم وکړه چې د وزیرستان او ډيره اسماعیل خان په پوځي چاوڼیو کې د پښتنو ښځو عزتونه تروړل شوي، خو زیاته یې کړه چې په دې اړه به نور جزیات وروسته ورکړي.

د غورځنګ یو بل مهم مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی محسن دوړ وایي، د پاکستان ریاست د هغو کسانو په ښکاره ملاتړ او ساتنه کوي چې د پښتنو په وژنه کې لاس لري. نوموړي دا څرګندونې د غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي د څلوېښتۍ مراسمو کې وکړې.

په پېښور کې په دې مناسبت جوړې شوې ولسي غونډې ته ښاغلي دوړ وویل، د کراچۍ د پولیسو پخوانی افسر راو انوار د نقیب الله مسید په ګډون د شاوخوا ۴۰۰ کسانو په وژنه کې لاس لري، خو د پاکستاني ریاست د ملاتړ له برکته یې ضمانت منل شوی دی او ازاد ګرځي.

محسن دوړ وویل، د پاکستاني ریاست ذهنیت داسې دی چې د دې هېواد له جوړېدو راهیسې پښتون پکې غدا بلل کېږي. خو هغه زیاته کړه چې پښتانه، او په خاصه توګه د غورځنګ غړي نو د دې ټاپو او تورونو پروا نه کوي.

ښاغلي دوړ وویل، د پښتنو د وطن ساتنه به له دې وروسته د دې وطن خپل بچیان کوي.

محسن دوړ د پاکستاني پولیسو د وژل شوي افسر طاهر خان دوړ وژنې پړه هم پر پاکستاني ریاست ور واچوله. هغه وویل، قاتلینو طاهر خان دوړ څو ورځې په ټول پاکستان کې وګرځولو او د وژنې وروسته یې د هغه مړی د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د افغانستان په خاوره کې وغورځولو.

د ارمان لوڼي خور او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرې وړانګې لونۍ د خپل ورور د څلوېښتۍ مراسمو کې وویل، ارمان لوڼي د قام په ننګ قرباني ورکړه، خو اوس د نورو پښتنو وار دی چې د هغه مبارزې ته دوام ورکړي.

وړانګې لوڼۍ وویل، پښتنو ته پکاره ده چې اوس خپلمنځي اختلاف ختم کړي او د قام سوکالۍ لپاره یوه خوله او یو موټی شي. هغه پر پاکستاني حکومت نیوکه وکړه چې د ورور له وژل کېدو یې دوه میاشتې تېرې شوې، خو تر اوسه یې د قتل لومړنی رپوټ نه دی درج شوی.

وړانګې تور ولګاوه چې له تېرو ۷۲ کلونو راهیسې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارې د پښتنو وینې تویوي.

د غورځنګ بلې مهمې مشرې ثنا اعجاز غونډې ته وویل، د پښتنو د سوله ییز ژوند لپاره به د دې قام هر بچی او هره پېغله له دې وروسته مبارزه کوي.

هغې زیاته کړه، که ریاست د پښتنو مشران او اتلان وژني نو غورځنګ به نور د دې هر څه تماشه نه کوي. د هغې په وینا، حکومت د غورځنګ د مخنیوي لپاره هره هڅه وکړه، خو دې کار سره د پښتنو ځوانانو حوصلې نورې هم لوړې شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی ابراهیم ارمان لوڼی د روان کال د فبرورۍ پر دویمه نېټه د بلوچستان په لورالایي سیمه کې له پولیسو سره په اخ و ډب کې ووژل شو.

د پېښې یو شمېر عیني شاهدان ویلي، پاکستاني پولیس هلته د یو بل فعال د نیول لپاره ورغلي وو،‌ او د دواړو خواو ترمنځ د اخ و ډب پر وخت ارمان لوڼي پر سر ضربه وخوړه او ووژل شو.

ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې مهمې ښځینه غړې وړانګې لوڼۍ ورور دی.

د هغه له وژنې وروسته پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان او نړۍ په ګڼ شمېر ښارونو کې احتجاجونه وکړل.

د غورځنګ مشران وایي، د پاکستان امنیتي ادارو د ښاغلي لوڼي دوژنې په بلټنو کې مرسته نه ده کړې، او تر اوسه یې د هغه د وژنې لومړنی رپوټ یا اېف ای ار هم نه دی درج کړی.