اروپايي ټولنه: افغان سوله کې ضمانت ته چمتو یو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اروپايي ټولنې ویلي چې د افغانستان په سوله کې ضامن کېدو ته چمتو دي. دغه وړانديز د يادې ټولنې د بهرني سیاست مشرې فېدرېکا موګريني کابل ته په یوه لنډ سفر کې د افغانستان د سولې لپاره د اروپايي ټولنې د همکارۍ په یوه پنځه ماده ييزه طرحه کې وکړ.

هغې اوربند او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې هم په افغانستان کې د سولې لپاره حياتي وبللې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دغه وړانديز د هرکلي تر څنګ ویلي د سولې په نامه به داسې څه ونه مني چې څلوېښت کلنه جګړه اوږدمهالې سولې ته ونه رسوي.

له تېرو شپږو میاشتو راهیسې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې دا د اروپايي ټولنې د رهبرۍ په کچه لومړنی جوت دريځ دی.

د دغې ټولنې د بهرني سیاست او امنیت مشرې فېډېرېکا موګېريني کابل ته په خپل سفر کې ولسمشر محمد اشرف غني ته داسې پنځه ماده ييز وړاندیز کړی چې له مخې یې یاده ټولنه د افغان حکومت ملاتړ کوي څو د سولې روان بهیر هر اړخیز کړي.

د امنيتي ادارو په ګډون اداري سمونونه، د هغو جګړه کوونکو د ادغام او د دوی د کورنیو د خوندي کولو لپاره د بدیلونو برابرول چې وسلې پر ځمکه ږدي او د اړتيا پر مهال د اروپايي ټولنې ضامن کول هم په دغو وړاندیزونو کې شامل دي.

اغلې موګريني له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه خبري غونډه کې د دغه بهیر د پایداره کېدو په موخه د شرطونو په توګه پر اوربند، د سولې په ټولګډونوالي او د تېرو لاسته راوړنو په ساتنه ټینګار وکړ.

هغې وویل: "تر هر څه لومړی د طالبانو له خوا د اوربند منل او له افغان حکومت سره خبرې دي. دویم د ټولو افغانانو په تېره بيا مېرمنو په ګډون د سولې د یوه هر اړخیز پلاوي جوړېدل دي. [...] درېیم په تېرو اتلسو کلونو کې د سياسي، اقتصادي او ټولنیزو لاسته راوړنو خوندي او پياوړي کول دي".

هغې ټینګار وکړ چې پاکسان ته يې په خپل پروني سفر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د ژر پيلېدو لپاره د ملاتړ ډاډ تر لاسه کړی.

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې خبري غونډه کې د سولې د بهیر په اړه وویل چې د تېرو څلوېښتو کلونو اړو دوړ پایله باید ثبات او د قانون واکمني وي.

هغه وویل د سولې د خبرو له اوسني فرصته به په داسې ډول کار واخلي چې خلک پکې د خپل نظر د څرګندولو فرصت ولري.

"سوله او د جنګ پاې ته رسول، هغه فرصت دی چې په ځانګړي ډول باید ولس پکې شامل وي او راتلونکی لویه جرګه هغه فرصت د افغانستان ټول ولس ته پېدا کوي چې په ازاد ډول او په اساسي توګه خپل راتلونکی خپله افغانان وټاکي."

فېدېرېکا موګريني له دې وړاندې پاکستان ته تللې وه او د هغه هېواد له چارواکو سره يې هم د افغانستان په سوله خبرې کړې. په هغه ګډه ویناپاڼه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د هغې له کتنې وروسته خپره شوې راغلي چې دواړو لورو د افغان سولې د مخکې تګ پر سر هوکړه کړې او دواړو خواوو ټینګار کړی چې دا خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په واک کې وي.