پاکستان: د هند برید ته په مناسب وخت ځواب ورکوو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت شورا له بېړنۍ ناستې وروسته پاکستان وايي، د هند هوايي برید ته به په مناسب وخت ځواب ور کړي.

دا بېړنۍ غونډه له هغه وروسته ده چې د سې شنبې په ورځ هند وویل، پاکستان کې یې د جیش محمد ډلې پر مرکز برید کړی دی.

که څه هم د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور وايي، چې برید کشمیر کې له کنټرول کرښې درې میله د پاکستان خاوره کې شوی، خو د پښتونخوا مانسېره او بالاکوټ کې خلکو ویلي چې دغه سیمه کې یې د الوتکو او چاودنو غږونه اورېدلي

.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، چې د هند بې مسوولیته پالیسي به د نړۍ مشرانو ته روښانه کړي.

د نوموړي په مشرۍ دې غونډه کې د پاکستان د پوځ مشرانو، د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو هم ګډون درولود.

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، پاکستان هېڅ کله هم نه غواړي چې وضعیت ترینګلی کړي.

نوموړي اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې وضعیت نازک دی او دی نه غواړي چې داسې څه ووایي چې ورسره وضعیت نور هم خراب شي.

په ورته مهال چین له دواړو لورو غوښتي چې له زغم کار واخلي.

هند څه وايي؟

د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویجې ګوکلې د سې شنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د استخباراتي معلوماتو له مخې یې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد تر ټولو ستر مرکز په نښه کړی دی.

یاده سیمه د خیبر پښتنوخوا ایالت مانسېرې ضلعې پورې اړونده ده.

ښاغلی ګوکلي وايي، هند ته د پېښ ممکنه خطر له امله یې دا برید کړی او هیله یې ده چې ولسي کسانو ته مرګ ژوبله نه وي اوښتې.

د هغه په خبره، دا برید په ځنګل پوښلي غره کې پر یو مرکز شوی چې له ولسي خلکو لېرې و.

ښاغلی ګوکلي وايي، دې برید کې د جیش محمد ډېر وسلوال، روزونکي، مهم قومندانان او هغه جهادیان وژل شوي چې ځانمرګو بریدونو ته چمتو کېدل.

د هند بهرنیو چارو وزارت دا چارواکی وايي، بالاکوټ کې دا مرکز د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر اوښي او په استاد غوري مشهور مولانا یوسف اظهر چلاوه.

دی وايي، هند په ځلونو پاکستان ته باوري استخبارات ور کړل چې ترهګر دا ځمکه کاروي، خو اسلام اباد یې پر وړاندې کوم غبرګون نه ښوده، ځکه نوي ډېلي پرېکړه وکړه چې د ممکنه بریدونو د مخنیوي لپاره د جیش محمد پرضد بریدونه ضروري دي.

ولې جیش محمد؟

جیش محمد د فبرورۍ پر ۱۴ د هند تر ولکې لاندې کشمیر پلوامه کې پر هندي سرتېرو د موټر بم برید مسوولیت منلی، چې له څلوېښتو ډېر هندي سرتېري پکې ووژل شول.

د هند هوایي پوځ یا دفاع وزارت تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو اې اېن ای په نوم د هند هوایي ځواک اژانس وايي، هندۍ معراج الوتکې پاکستان سره له کنټرول کرښې اوښتې دي او د ترهګرو لوی مرکز یې له منځه وړی دی.

دا اداره وايي، دې برید کې زر کیلوګرامه بم کارول شوی.

له دې مخکې د پاکستان پوځ وویل، چې د هند جنګي الوتکې د سې شنبې په ورځ سهار وختي د دغه هېواد خاورې ته ننوتې، خو د پاکستانیو الوتکو تر ورتلو وروسته بېرته ستنې شوې.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د برخې مشر تورنجنرال اصف غفورټوېټ کې وویل، چې ځايي وخت پنځه بجې الوتکې مظفر اباد کې درې څلور میله مخکې ورغلې دي، خو مرمیو غورځولو کې یې چاته زیان نه دی اړولی.

خلک څه وايي؟

ویل کېږي له ۱۹۷۱ کال راهیسې ډا لومړی ځل دی چې د هند جنګي الوتکې د پاکستان خاورې ته ننوځي.

دا هم مالومه نه ده چې هندیو الوتکو کوم ځای په نښه کړی، خو دا مهال بالاکوټ او مانسېرې ترمنځ جبه ټاپ کې امنیتي ځواکونه پلټنې کوي.

ځایي خبریال زبیر خان وايي، مانسېره کې د بالاکوټ، ګړۍ حبیب الله په جبه کې ځايي خلک وايي، چې سهار د درې څلور بجو ترمنځ یې له څلورو تر پنځو د زورور چاودنو غږونه اورېدلي دي.

د بالاکوټ او مانسېرې د تاڼو چارواکو له نوم ښودلو پرته ویلي چې د درې او څلور بجو ترمنځ خلکو د چاودنو غږونه اورېدلي او په ټېلېفون یې له دوی د مالوماتو غوښتنه کړې ده.

بالاکوټ کې سرچینې وايي، څلور بجې ماسنېره او بالاکوټ کې له جبه ټاپ سره د چاودنو او د الوتکو ټیټ الوت غږ اورېدلی شوی، خو کله چې پولیس جبه ټاپ ته رسېدلي، نو امنیتي ځواکونو ستانه کړي دي.

له اوړي برید وروسته چټک عملیات

دا لومړی ځل نه دی چې هند تر خپل واک لاندې کشمیر کې تر پېښې وروسته له کنټرول کرښې د اوړېدو او عملیاتو دعوه کوي.

د ۲۰۱۶ کال سپټمبر کې هم کرښې ته نږدې د شمالي کشمیر په اوړي کې د هند پر پوځي مرکز له برید او ۲۰ پوځیانو وژل کېدو پسې لس ورځې وروسته هند پاکستان کې د هدفي برید خبره وکړه، خو پاکستان رد کړه.

اوسنۍ پېښه هم په داسې مهال ده چې د پلوامه ځانمرګي برید پسې د نوي ډېلي او اسلام اباد اړیکي خراب دي.

د فبرورۍ پر ۱۴ د هند واک کې کشمیر پلوامه کې د ځانمرګي موټر بم سره څه باندې څلوېښت هندي سرتېري ووژل شول.

هند دې پېښه کې پر پاکستان تور پورې کړ، خو اسلام اباد رد کړ.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د فبرورۍ پر ۱۹ ولس ته وینا کې وویل، دې برید کې د پلټنو لپاره له هند سره پوره همکاري کولی شي، خو خبرداری یې ورکړ چې که هند د پاکستان پر خاوره د برید هڅه وکړي، نو غاښ ماتی ځواب ور کوي.

عمران خان زیاته کړه، هند باید پوه شي چې پاکستان ته دې برید سره کومه ګټه نه رسېږي.

بل لور ته په هند کې د دې برید له خبرو خپرېدو وروسته یو شمېر خلک لارو کوڅو ته راوتلي دي او خوشحالي کوي. هېره دې نه وي چې دا په هند کې د عامو ټاکنو کال هم دی، او پر لومړي وزیر نرېندرا مودي فشار و چې باید د پلوامه برید ځواب کې څه نا څه وکړي.

نوموړي تر دې برید وروسته ویلي وو چې پاکستان په دې کار سره لویه تېروتنه کړې ده، او هند به یې خامخا ځواب ورکوي.