ملا برادر او خلیلزاد په دوحه کې سره ولیدل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغان سولې لپاره د امریکایي حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، نن دوشنبه یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له نوي مشر ملا برادر سره په لومړي ځل ولیدل او د غرمې ډوډۍ یې ورسره وخوړه. تمه ده چې دواړه خواوې به سبا سه شنبه رسماً خپلې خبرې پيل کړي

.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې دا ځل د طالبانو له یوه "با اختیاره " پلاوي سره ګوري، او تمه لري چې د سولې خبرو کې مهم پرمختګ وشي.

د وسله والو طالبانو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې سبا ته د قطر په دوحه کې ترسره کېدونکې غونډې پیل کې به د دوی د قطر دفتر مشر ملاعبدالغني برادر شته وي.

سرچینو ویلي ښاغلی برادر به د غونډې تر پایه نه وي ناست خو د سرخبرو ته به ناست وي.

نن په دوحه ښار کې د قطر حکومت له خوا د افغان طالبانو او نورو ورغلو مېلمنو لپاره یوه مېلمستیا چمتو شوې وه چې تعارفي کتنې پکې شوې دي.

د امریکايي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد ټویټ کړی چې "فقط کاري غرمنۍ مو له ملابرادر سره پای ته ورسېده. لومړی ځل دی چې ومو لیدل. اوس نو د خبرو اترو پر لور."

د طالبانو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې تر اصلي غونډې چې سبا ته به ترسره کېږي تعارفي غونډه ضروري وه او د دوی په وینا پکې امریکایانو هم ګډون کړی و.

تر دې وړاندې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې په دغې مېلمستیا کې به د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ مقدماتي لیدنه وشي "خو کوم موضوعات به پکې نه ویل کېږي او یوازې لیده کاته به وي."

پرون د طالبانو مهم مشر او په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغني برادر په ځانګړې الوتکه کې قطر ته ورسېد.

د قطر په ناسته کې د ملا برادر اخند په مشري د مذاکراتي ټيم ټول غړي مولوي امیرخان متقي، شیر محمد عباس ستانکزی، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبدالمنان عمری، عبدالطيف منصور، ملامحمد فضل، نورالله نوري، عبدالحق وثیق، محمدنبي عمري، ملاخیرخواه او د پخواني جهادي مشر مولوي محمد يونس خالص زوی مولوي مطيع الحق به ګډون کوي.

امریکايي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد نن په یوه بل ټویټ کې لیکلي ول چې دی قطر ته رسېدلی چې "د طالبانو له لا ډېر با صلاحیته پلاوي سره وګوري. " هغه دا کتنه مهمه ګڼلې ده او له قطر حکومته یې د کوربه توب او له پاکستانه یې د سفر کولو د اسانتیا برابرولو لپاره مننه کړې ده.

ملا برادر څوک دی؟

۵۸ کلن ملا برادر د طالبانو د شورا مهم غړی او د ملا عمر مرستیال پاتې شوی. ویل کېږي ملا برادر له هغو څلورو کسانو یو و، چې ۱۹۹۴ کال کې یې د طالبانو تحریک پیل کړ.

وروسته چې امریکايي ځواکونه ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته ننوتل، د طالبانو حکومت یې نسکور کړ، ملا برادر د وسله والو طالبانو د مقاومت یو مهم غړی شو.

نوموړی د اروزګان ولایت دی، خو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کندهار کې و. کله چې افغانستان کې د طالبانو واکمني پراخه شوه، ملا برادر د هرات والي وټاکل شو.

ملا برادر د پوپلزیو له قبیلې دی، چې په سوېل کې ډېر نفوذ لري. ملا برادر د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دغه تحریک لوی درستیز هم پاتې شوی دی.

کله چې طالبانو په ۱۹۹۸ کال پر بامیانو برید وکړ او ویې نیو، ملا برادر د لومړۍ جنګي کرښې قومندان و. پېښور کې خبریال او شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي، کله چې په ۱۹۹۵ کال افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ملا محمد عمر لیدو ته کندهار ته ورغی، ملا برادر یې هم هلته ولید.

نوموړی وايي، چې ملا عمر دوه مهم مرستیالان لرل، چې یو پکې ملا برادر او بل ملا عبیدالله اخوند و.

ملا عبیدالله اخوند په اړه ویل کېدل، چې ګني د پاکستان حکومت نیولی، خو وروسته پاکستان دا خبره رد کړه.

ملا برادر ۲۰۱۰ کال کې بالاخره پاکستاني او امریکايي امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ونیو.

له ۲۰۱۲ کاله مخکې چې افغان چارواکو د سولې خبرو بریالیتوب لپاره د ملا برادر په ګډون د یو څو بندیانو خوشي کېدو غوښتنه کوله د ده په اړه ډېر معلومات نه وو خپاره شوي.

د ۲۰۱۳ کال سپتمبر پر ۲۱ پاکستاني چارواکو نوموړی خوشی کړ، خو دا معلومه نه وه، چې هغه ته به پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي او که به دریم هېواد ته ولېږل شي.

د هغه نیول کېدو پر مهال ویل کېدل، چې ملا برادر د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر وروسته دویم مهم کس دی، چې هغه پرې خورا ډېر باور کاوه.

د نوموړي په تړاو داسې باورونه و، چې ګواکې له مهمو طالب چارواکو یو دی، چې غواړي له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

د طالبانو تحریک په رامنځته کولو کې له مهم رول وروسته ملا برادر ته د یوه پوځي قومندان او ستراتيژیست په نظر کتل کېدل. دې سره د طالبانو لپاره د مالي سرچینو په چمتو کولو کې هم د هغه رول مهم بلل کېده.

د طالبانو حکومت پر مهال هغه د کابل او هرات په ګډون د افغانستان بېلا بېلو برخو کې د جګړې مشري کوله او د طالبانو حکومت ړنګېدو پر مهال ملا برادر د دفاع مرستیال وزیر په توګه دنده درلوده.