کورنیو چارو وزارت: جنرال جرات دې ۷۲ ساعتونو کې وسلې، موټرونه او وسله وال وسپاري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت شورا پخواني مرستیال جنرال دین محمد جرات ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی چې دولتي وسلې او موټر بېرته حکومت ته وسپاري.

دغه وزارت ښاغلی جرات د نامسوله وسله والو پر درلودو تورن کړی چې په وینا یې په کابل ښار کې د امنیت ګډوډولو او قانون ماتونې لامل شوي.

پولیسو د هغه کور د څو ساعتونو لپاره کلابند کړی و

.

خو د هغه دفتر چې د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت ارزښتونو د ساتنې بهیر نومېږي ویلي چې تراوسه دوی ته د کورنیو چارو وزارت له خوا په رسمي ډول خبر نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسمشر له پخواني سلاکار او د ملي امنیت شورا د مخکیني مرستیال دین محمد جرات نه غوښتي چې ۱۳ میله بېلابېلې وسلې او شپږ دولتي موټر بېرته وسپاري.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ويلي، ښاغلي جرات سره دوه هاموې موټرونه، دوه رېنجر، دوه تیزرفتاره موټران، دوه دهشکې، لس میله کلاشینکوف او یوه توپانچه پاتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، ښاغلي جرات ته ورکړل شوي وسایل حکومت پورې اړه لري او د کابل امنیه قومندانۍ ته دې وسپارل شي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي "ځینې غیر مسول وسله وال هم ښاغلی جرات لري چې هغوی باید ژر تر ژره د کابل امنیه قومندانۍ ته وسپاري."

هاخوا د ښاغلي جرات دفتر وايي تر اوسه د کورنیو چارو وزارت دوی ته رسمي خبر نه دی ورکړی.

د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت د ارزښتونو بهیر دفتر ویاند احمد بلال بي بي سي ته وویل چې ښاغلي جرات ته د سیاسي مشر په توګه پخپله د کورنیو چارو وزارت په قانوني ډول وسلې او موټر ورکړي او که په رسمي ډول ترې وغوښتل شي بېرته یې حکومت ته سپاري.

ښاغلي بلال دا تور وباله چې ښاغلی جرات دې نامسوله وسله وال ولري.