غني د سولې لپاره د لویې مشورتي جرګې جوړولو امر وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، حکومت به یې په هېواد کې د سولې لپاره د روان کال په حوت میاشت کې په پلازمېنه کابل کې یوه لویه مشورتي جرګه جوړوي. ولسمشر غني دا څرګندونې دوشنبه کابل کې د سولې ملي مشورتي پروسې غونډې ته خپله وینا کې وکړې

.

ولسمشر غني ویلي، افغانستان د جرګو وطن دی، او که په دې هېواد کې روانه جګړه د جرګې له لارې ختمېدلی شي نو دی چمتو دی چې د سولې لپاره یوه لویه مشورتي جرګه را وغواړي.

ښاغلي غني ویلي، حکومت د سولې نیت لري، نو طالبان دې هم نور افغانان ومني او هېواد ته دې راستانه شي.

هغه ټینګار وکړ چې ګاونډیان باید د سولې اجنډا ونه ټاکي او افغان ولس دې خپلو منځو کې په دې تړاو پرېکړې وکړي.

یاده دې وي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ په مسکو کې د سولې په تړاو دوه ورځنۍ غونډه کې غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره باید مشورتي لویه جرګه را وبلل شي.

ولسمشر غني د سولې په تړاو وروستیو غونډو ته په اشارې سره وویل، خلک که هر چېرې غونډې کوي، په پای کې اړ دي چې افغان حکومت ته ورشي او ورسره کېني.

نوموړي وویل، دی به د سولې تړون په مکه او مدینه کې لاسلیکوي، نه په مسکو کې.

ولسمشر غني د سولې د عالي شورا ته هدایت وکړ چې په دې جرګه کې د افغانستان ټولو پیاوړ څېرو او اشخاصو ته بلنه ورکړي.

ولسمشر غني وویل، افغانستان د ټولو ګډ کور دی، او په ګډ کور کې بېلابېلو غږونو ته اړتیا نشته.

نوموړي وویل، افغان حکومت به دې جرګې ته استازي نه ټاکي، او نه به هم چا ته لومړیتوب ورکوي، بلکې خلک دې خپله دې جرګې ته خپل استازي وټاکي.

ښاغلي غني وویل، د سولې په خبرو کې باید پر دې هم غور وشي چې د طالب جنګیالیو برخلیک به څه وي، او باید په ټولنه کې د دوی د جلب او جذب لپاره یوه اساسي تګلاره رامنځته شي.

نوموړي وویل، د طالب بندیانو موضوع یوه انساني مسله ده او دی نه غواړي چې یوه ورځ دې هم یو افغان بېځایه په بند کې تېره کړي، خو هغه کسان نشي خوشي کولی چې سبا ورځ ځانمرګي بریدونه کوي.

یاده دې وي چې په افغانستان کې وروستۍ لویه مشورتي جرګه په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې را بلل شوې وه، چې اجنډا یې له امریکا سره پر دوه اړخیز ستراتیژیک تړون سلا مشوره وه.