د ولسمشر محمد اشرف غني کاري دفتر کې اور لګېدنه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان ارګ چې ۱۱ ماڼۍ او څلور برجونه لري، ۱۸۸۰ کال کې د امیر عبدالرحمان خان د سلطنت پر مهال په ۸۳ هکتاره ځمکه کې ورغول شو.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تایید کړې، چې د ارګ په ګلخانه ماڼۍ کې چې د ولسمشر محمد اشرف غني کاري دفتر دی، اور لګېدلی و

.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري په وینا او وژونکي یا اطفاییه پر وخت د اورلګېدنې ځای ته رسېدلي او هغه لمبې یې مړې کړې، چې د ماڼۍ یوه برخه کې لګېدلې وې، وژلې دي.

د ویندوی په خبره اور وژونکي وتوانېدل د مهمو اسنادو او د پخواني پاچا امان الله خان د ځانګړي کاري میز سوځېدو مخه ونیسي.

نوموړي دې لړ کې نور معلومات نه دي ورکړي، چې څنګه اور ولګېد او د ماڼۍ کومې برخې د اور لګېدو له کبله سوځلې دي.

نژدې یو کال مخکې د افغان ولسمشرۍ د چارو ادارې په زېرمتون کې اور لګېدلی و.

ګلخانه پخوا د ارګ لپاره د ګلونو کرلو او ساتنې ځای په توګه کارېدله، خو د افغانستان وروستي پاچا محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مخال پکې بدلون راوستل شو او اوس د ولسمشر غني د کاري دفتر په توګه کاروول کېږي.

شاهزادۍ هندیه په ارګ کې د خپل پاچا پلار امان الله خان د کاري دفتر تر شاه

د افغانستان ارګ چې ۱۱ ماڼۍ او څلور برجونه لري، ۱۸۸۰ کال کې د امیر عبدالرحمان خان د سلطنت پر مهال په ۸۳ هکتاره ځمکه کې ورغول شو.

د ارګ ځینې برخې د کورنیو جګړو پر مهال ورانې شوې، چې اوس بیا رغول شوې دي. افغان دولت نژدې دوه کاله مخکې د ارګ داسې دننني او بهرني تصویرونه خپاره کړل، چې مخکې نه و لیدل شوي.