منظور پښتین: زموږ یوه غوښتنه هم تر اوسه نه ده منل شوې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پاکستان له حکومته د دوی غوښتنې درې نه بلکې شپږ دي او په وینا یې تر اوسه یې یوه غوښتنه هم نه ده منل شوې.

له دې مخکې د پاکستاني پوځ عامه اړیکو برخې ویاند تورن جنرال اصف غفور رسنیو ته ویلي وو، پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې یوه په بله پسې پوره کوي، خو په خبره یې 'که دوی له حده تېر شي، دولت به د حالت کابو کولو لپاره له خپل واکه کار واخلي

. '

د پاکستاني پوځ ویاند په خبره، په ټول هېواد کې د ۱۵ کاله مخکې پرتله د امنیت حالت ښه شوی دی او د زرګونو بې درکه کسانو قضیې حل شوې دي.

بل لور ته د ښاغلي غفور له خبري غونډې وروسته ښاغلي پښتین د بي بي سي له خبریال خدای نور ناصر سره خبرو کې وویل، زموږ لومړنۍ غوښتنه د نقیب الله مسید وژونکي راو انوار ته سزا ورکړه وه او ټولو ته معلومه ده چې هغه ته کومه سزا ورکړل شوه؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد د پوځ فعالیت په تړاو پوښتنې ته ځواب کې منظور پښتین وویل:

"هغوی له یوې مودې راهیسې د پښتنو پر ضد فعالیتونه کوي. نوموړي وویل، چې دوی به د خپلو روا غوښتنو لپاره په ټول قوت غږ پورته کوي"

نوموړي زیاته کړه:

''که پاکستان زموږ هېواد وي، باید غوښتنې مو ومنل شي او که د بادار او غلام خبره وي، بیا دې دوی ظلم کوي، موږ به یې زغمو. ''

د پاکستاني پوځ ویاند د پښتون ژغورنې غورځنګ د دریو غوښتنو یادونه وکړه، چې د تالاشۍ پوستو شمېر کمول، د ماینونو پاکول او د بې درکه کسانو موندل دي. نوموړي وویل:

''جګړه کې حالت بدلېږي، ۲۰۱۶ کال کې خیبر پښتونخوا او فاټا (قبایلي سیمې) کې ۴۶۹ پوستې وې او اوس ۳۳۱ دي. که نن د امنیت حالت ښه شي او د یوې پوستې اړتیا هم نه وي، موږ به یوه پوسته هم نه پرېږدو. ''

تورن جنرال اصف غفور وايي، ''هلته د هېواد له هرې برخې د امنیتي ځواکونو کسان پر دنده ګومارل شوي دي او دا کسان د ځايي خلکو د خوندیتوب مسوولیت لري. ''

نوموړی وايي:

''موږ خپل لوري ته امنیت ښه کړی، خو د افغانستان له لوري تشه پاتې ده او هغوی پر پوله بشپړ کنترول نه لري. که هلته حالت ښه شي، موږ به خپل دوه سوه زره پوځیان له سیمې بېرته وغواړو، خو د پولې بل لور ته باید حالت ښه شي. موږ پر پوله اغزن تار هم لګوو او له دې وروسته به د پولې له بلې غاړې خطر کم شي. دویمه غوښتنه د ماینونو لرې کولو وه، چې دې برخه کې ۴۳ کاري ډلې کار کوي او ۴۴ سلنه برخه پاکه شوې ده. ''

د پاکستاني پوځ ویاند په وینا:

''دغه سیمه کې ۱۵ کاله جګړه شوې او له دې مخکې د افغان جګړې پر مهال د ماینونو له کبله پوځیانو ته هم زیان اوښتی، یوه ورځ به موږ دغه سیمه هرو مرو له ماینونو پاکه کړو. ''

د بې درکه کسانو موضوع په اړه د پوځ ویاند وویل:

''پي ټي ایم د اوو او نهو زرو تر منځ داسې کسانو لومړنی لیست راکړی، چې بې درکه دي، له ۲۰۱۰ راهیسې یو کمېسیون په دې اړه کار کوي، محکمې هره ورځ د دغو کسانو قضیې څېړي او تر اوسه د اوو زرو کسانو له ټولګې د څلورو زرو کسانو قضیې حل شوې دي او د دریو زرو کسانو د قضیو څېړنه روانه ده. ''

د پوځ ویاند وايي:

''تاسې ولیدل چې پي ټي ایم له خپلو غوښتنو هم مخکې تللي او مناسب وخت کې به یې تفصیلاً یادونه وشي.''

د پوځي ویاند په خبره:

''تر کومه ځایه چې د دوی د دریو غوښتنو خبره ده، دولت دوی ته د خپلو خلکو په نظر وکتل او مرسته یې ورسره وکړه، خو اوس چې دوی کوم لور ته روان دي، هلته دوی له حده تېرېدای شي او موږ خپل واک استعمالولای شو. ''

نوموړی وايي:

''موږ دوی ته خواست کوو، چې د سوله خوښو پاکستانیانو رول ولوبوي او پر هغسې لارو له تګه ډډه وکړي چې دولت مجبور شي د خپل زور په کارولو حالت کابو کړي. ''