افغان ټاکنې: 'د کابل ولایت د رایو باطلول ناقانونه پرېکړه ده'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون له خوا د 'پراخو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو' له کبله د کابل ولایت د تېرو پارلماني ټاکنو د پایلې باطلولو تر اعلان وروسته، د ټاکنو کمېسیون دا پرېکړه 'ناقانونه، سلیقوي او عجولانه' بللې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد خبریالانو ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون له ټاکنیز کمېسیون سره پر شوې هوکړې نه دی ولاړ.

ښاغلي صیاد وویل، د کابل ولایت د رایو باطلول په دې معنا دي چې د خلکو رایې بابیزه ګڼل شوې درناوی نه دی ورته شوی

.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي خبریالانو ته وویل، د شکایتونو اورېدو د کمېسیون له خوا وړاندې شوې سرغړونې د کابل ولایت د ټولو رایو د بطلان لپاره کفایت نه کوي، بلکې نورو اسنادو او شواهدو ته اړتیا ده.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه، د کابل ولایت د ټاکنیزو چارواکو د لرې کولو صلاحیت یوازې ټاکنیز کمېسیون لري.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون کابل ولایت کې د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې د 'پراخو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو' له کبله باطلې اعلان کړې. څرګنده نه ده چې ایا د ټاکنو خپلواک کمېسیون به له دې پرېکړې سره موافق وي که نه.

ددغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني د پنجشنبې په ورځ (لیندۍ ۱۵مه) کابل کې خبریالانو ته د یاد کمېسیون د پرېکړې له مخې، د دغو ټاکنو د باطلولو لپاره ځینې حقوقي دلایل وړاندې کړل، چې په وینا یې، دا پرېکړه له دقیقې ارزونې وروسته شوې ده.

۳۰۰۰ ټاکنیز شکایتونه

ښاغلي روحاني وویل، ددغو کسانو له خوا ناسم مدیریت او د ټاکنیزو قوانینو او لایحو نه مراعاتولو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو ته لاره هواره کړه او کابل کې یې د کابو درې زره ټاکنیزو شکایتونو تر ارزولو وروسته د رایو د باطلولو پرېکړه کړې ده.

یاد کمېسیون وايي، د ټاکنیزو درغلیو پایله کې یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پنځه مخکني او اوسني چارواکي د ټاکنیزو درغلیو او جرمونو له کبله له دندې ګوښه او ۱۰۰ زره افغانۍ نغدي جریمه کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون چارواکي وايي، ددغو کسانو او نورو هغو چې ټاکنیزې سرغړونې یې کړې دي، جرمي قضیې ارزوي او پایلې به یې جلا جلا اعلان شي.

د کابل ولایت پارلماني ټاکنو کې څه باندې ۱٫۶ میلیون رای اچوونکو نوملیکنه کړې وه، خو څرګنده نه شوه، چې د ټاکنو پر ورځ څومره کسانو رایې ورکړې.

د نورو رایو باطلېدو امکان

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل د بي بي سي وحید پیکان ته وویل، د ټاکنیزو درغلیو له امله د وردګو، فراه او ځینو نورو ولایتونو د رایو باطلېدو امکان شته.

د افغانستان د ټاکنیز قانون له مخې، کله چې د یوې حوزې رایې باطلې شي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید اوو ورځو کې په هماغه حوزه کې بیا ټاکنې وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون دا پرېکړه داسې مهال اعلان شوې، چې لاهم په هېواد کې د تېرو پارلماني ټاکنو بشپړې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوس د ځینو حوزو د رایو پر شمېرلو بوخت دی. په افغانستان کې کې د راتلونکې وري میاشتې پر ۳۱مه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره هم چمتوووالی نیول کېږي.

د حکومت غبرګون

د افغانستان اجراییه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د کابل ولایت د رایو باطلېدو په اړه غبرګون کې بي بي سي ته وویل، ټاکنیز کمېسیونونه پخپلو پرېکړو کې خپلواک دي او حکومت یې د ټاکنیز شفافیت په موخه هرې پرېکړې ته درناوی لري:

"دا د ټاکنیزو کمېسیونونو دنده ده، چې د افغانانو له غوښتنو سره سم ټاکنیز بهیر مخته بوځي. حکومت د دوی په چارو کې هېڅ مداخله نه کوي، نن هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه د دوی د صلاحیت پربنسټ شوې ده او دوی پخپلو پرېکړو کې خپلواک دي."

وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون له بایومټریک پرته رایې باطلې اعلان کړې وې، خو وروسته یې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره په تفاهم وویل چې له دغو رایو به یوه اندازه باطلې اعلان شي.

د افغانستان پارلماني ټاکنې د تېرې تلې میاشتې پر ۲۸ او ۲۹مه وشوې.

مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پرېکړه کړې وه چې د رایې اچونې د ټولو هغو مرکزونو رایې دې له سره وشمېرل شي، چې د درغلیو په اړه یې جدي شکایتونه شوي وو.

د افغانستان ولسي جرګه کې کابل ولایت ته ۳۳ څوکۍ ځانګړې شوې، چې په سږنیو ټاکنو کې د هرې څوکۍ لپاره ۲۳ نوماندان وو. د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو ته له کابله ۱۰۸ ښځو او ۶۴۵ نارینه وو ځانونه نوماند کړي وو.

د ښځو لپاره ځانګړې شوې هرې څوکۍ ته ۱۲ نوماندانې وې. په ۲۰۱۰ کال کې ۲۰ نوماندان وو.