زلمی خلیلزاد د سولې هڅو لپاره کابل ته تللی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغان ولسمشر ته د سولې د هلو ځلو او د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي.

خلیلزاد داسې مهال کابل ته تللی، چې د تېرې جمعې په ورځ مسکو کې د ځینو هېوادونو د استازو په ګډون د طالبانو او سولې شورا غړو مخامخ ناسته لرله.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ښاغلي خلیلزاد تېر ماښام ولسمشر غني سره کتنه کې د سیمې هېوادونو ته د خپل دویم سفر په اړه معلومات ورکړل

.

ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني په دې کتنه کې ویلي، د افغانانو په مالکیت او مدیریت د بین افغاني خبرو د هر ډول ګام اخیستو هرکلی کوي.

د مسکو ناستې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، روسیه داسې یو موټی افغانستان غواړي چې هر وګړی پکې خوشال واوسي.

"روسیه داسې افغانستان نه غواړي چې د بهرنیانو ترمنځ د جګړې ډګر وي".

نوموړي په دې خبرو کې د افغان سولې شورا او د طالبانو د پلاوي ګډون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره په لار جوړولو کې یو پرمختګ وباله.

"موږ باوري یو چې ټول مسوول سیاستوال به د خپلو ډلو یا ګوندونو د ګټو پر ځای د ټول افغان ولس ګټې غوره بولي".

د طالب پلاوي‌ مشر او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د جګړې لامل د بهرنیو ځواکونو شتون وباله او داسې یې وښودله چې ګواکې طالبان هیڅ جګړه نه کوي .

ښاغلی خلیلزاد وړاندې افغانستان، پاکستان، قطر او د سیمې نورو هېوادونو ته د سولې د خبرو لپاره تللی و.

نوموړي دا سفرونه داسې مهال کړي چې د پاکستان له بنده د طالبانو د یوه مهم مشر خوشي کولو کې د هغه رول د نوموړي ارزښت ډېر کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د زلمي خلیلزاد په غوښتنه یې ملا برادر خوشی کړی دی.

ملا برابدر د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مرستیال او له نږدې اتو کلونو راهیسې د پاکستان بند کې و.