د روسيې د ورونيژ د ښار د ژورنالیزم پوهنځي د فیلسوف او دشاعر غني خان مجسمه کېښودل شوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د چارشبنې پر ورځ د نومبر د میاشتې پر اتمه نېټه د روسيې د ورونيژ د ښار د ژورنالیزم پوهنځي په دویم پوړ کې د پښتو ژبې د فیلسوف او دشاعر غني خان له جوړې شوې مجسمې څخه پرده پورته شوه.

دا لومړی ځل و چې په روسیه کې د یوه پوهنتون په کچه د پښتو ژبې د دې پېژندل شوي شاعر یادونه او درناوی کېږي

.

په دې غونډه کې د عوام نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د ورونیژ د ښار د دولتي پوهنتون مرستیالان، د علمي او فرهنګي شورا مسوولینو، د ژورنالیزم د پوهنځي استادانو او محصلینو او ګڼو نورو کسانو ګډون درلود.

تر خبرو وروسته اسفندیار ولي خان او د ورونیژ د ښار د پښتون فرهنګ د مرکز رییس نوید خان د غني خان له مجسمي څخه پرده پورته کړه .

ښاغلي اسفندیار ولي خان په خپلو خبرو کې د غنې د شعر او اند او فلسفې په اړه لنډه تبصره وکړه، او هغه یې نړیوال شاعر وباله.

دغني خان د مجسمې د پرانیستلو په مراسمو کې د ورونیژ د ولایت استازي هم وینا وکړه او په دې خبره یې خوښي څرګنده کړه چې نن یې په ښار کې د پښتو ژبې دې لوی شاعر مجسمه اېښودل کېږي.

ده همدارنګه وویل چې ورونیژ هیله لري چې د پښتونخوا سره خپله محلي اړيکې ولري.

یاده دې وي چې تېره ورځ (سې شنبه نومبر شپږمه) د همدې ورونیژ ښار پوهنتون کې د باچا خان او عدم تشدد کنفرانس جوړ شو.

دغه علمي کنفرانس ته چې ''د باچا خان عدم تشدد فلسفه او د پښتنو نن سبا '' نوم ورکړل شوی و، د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم بلل شوی و.

غونډه د ورنيژ دولتي پوهنتون مشر په خپله وینا پرانیستله. غونډې ته وینا کې اسفندیار ولي خان وویل:

''نېلسن منډېلا سره مې لیدنه کې هغه ته وویل، چې د باچا خان لمسي یم، نو ویې ویل، زندان کې مې د باچا خان فلسفه لوسته، هغه مې د مبارزې د لارې استاد دی. ما ورته وویل چې موږ پښتانه افغانان یو او د هغه د لارې پېروان. ''