پاکستان: مولانا سمیع الحق د چړې برید کې وژل شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان جمیعت علمای اسلام (س) ګوند او اکوړه خټک مدرسې مشر مولانا سمیع الحق پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې راولپنډۍ ښار یوه برید کې وژل شوی دی.

ځايي پولیسو بي بي سي ته وویل، نوموړی دغه ښار کې په خپل کور کې وژل شوی دی. مولانا سمیع الحق یو کور په اکوړي خټک سیمه او بل کور د راولپنډۍ په بحریه ټاون 'سفاري ون ولاز ' کې درلود.

د مولانا سمیع الحق لمسي عبدالحق رسنیو ته ویلي، مولانا سمیع الحق په کور کې یوازې و، چې نامعلوم کس پرې د چاکو ګوزارونه وکړل. نوموړي وویل

:

''هغه یوازې و، ډرېور او ساتونکی یې له کوره بهر وتلي وو او کله چې ستانه شول، مولانا سمیع الحق په وینو کې لت پت و. ''

د بي بي سي خبریال شهزاد ملک د ځايي پولیسو له قوله وايي، چې د مولانا سمیع الحق له ډرېور او ساتونکي پوښتنې پیل شوې دي. پولیس وايي، معمولاً دغه دواړه کسان یو ځای بهر نه تلو، خو د پېښې پر وخت دواړه یو ځای وتلي وو.

د پولیسو په خبره قاتل پر دیوال کور ته اوښتی، لومړی یې پر مولانا سمیع الحق د چړو ګوزارونه کړي او وروسته یې پرې ډزې کړې دي. د چارواکو په وینا مولانا سمیع الحق ته مخکې هم ګواښونه شوي وو، چې له کبله یې ورته د فعالیتونو محدودولو مشوره ورکړل شوې وه.

د مولانا سمیع الحق مړی د راولپنډۍ ډي ایچ کیو روغتون ته لېږدول کېږي او بحریه ټاون سیمه کې د هغه کور مخکې ډېر خلک راټول شوي دي.

بل لور ته د پلازمېنې اسلام اباد مرستیال کمشنر حمزه شفقات په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د مولانا سمیع الحق له وژل کېدو وروسته د ښار په آبپاره سیمه کې مظاهرې پیل شوې دي.

نوموړي له ښاریانو غوښتي چې په بې اړتیا له کورونو بهر نه شي، هغه وايي:

''موږ به ژر حالت کابو کړو. ''

مولانا سمیع الحق څوک و؟

د مولانا سمیع الحق عمر له اتیا کلنۍ اوښتی و او له ۱۹۸۸ کال راهیسې یې د دارلعلوم حقانیه مشري کوله. زرګونه طالبانو دغه دیني مدرسه کې زده کړې کړې.

مولانا سمیع الحق د مذهبي مشر مولانا عبدالحق زوی و، چې نوښار ته نژدې یې اکوړه خټک کې دارلعلوم حقانیه مدرسه یې د پاکستان له رامنځته کېدو مخکې تاسیس کړې وه.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې حقانیه دارلعلوم سره افغان طالبانو یو معنوي تړاو درلود.

مولانا سمیع الحق یو ځل د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر له خپلو غوره زده کونکو یو او 'فرشته ډوله انسان ' بللی و.

نوموړی د جمیعت علمای اسلام ګوند یوې برخې مشر و او دوه ځله یې د پاکستان مشرانو جرګې غړیتوب تر لاسه کړی و.