پاکستان کې دویمه ورځ هم احتجاجونه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان په شاوخوا ټولو لویو کوچنیو ښارونو کې نن دویمه ورځ هم احتجاجونه روان وو. یو شمېر مهمې لارې تړلې وې او په ځینې سیمو کې بازارونه هم تړل شوي وو.

دغه احتجاجونه پرون سهار د پاکستان د سترې محکمې تر هغې پرېکړې سمدستي وروسته پېل شول، چې د اسلام سپکاوي په تور د اعدام په سزا محکومې عیسوۍ مېرمنې اسیه بي بي سزا يې لغوه کړه.

که څه هم د دغه احتجاج ملاتړ د پاکستان شاوخوا ټولو مذهبي ګوندونو کړی، خو مشري يې تحریک لبیک یارسول الله نومي تنظیم کوي، چې د یاد غورځنګ د مشر خادم حسین رضوي په مشرۍ کې يې تر ټولو لوی احتجاج د

پنجاب په لاهور ښار کې دوام لري.

په دغه احتجاج کې ښاغلي رضوي د پاکستان په لر او بر کې پر ټولو احتجاج کوونکو غږ کړی، چې تر هغه دې خپل احتجاجونه نه ختموي، تر څو چې د د دوی لخوا ویل شوي نه وي:

'' که سل زره ځله هم څوک درته ووايي، نه به يې ختموئ، که ټول هم ووژل شو او د ښخېدو کفن لپاره مو لا څوک پاتې نه شي، ناست به یو. ''

دغه احتجاجونه په لاهور، اسلام اباد، پېښور، کوټه، کراچۍ او ګڼو نورو ښارونو کې له پرونه راهیسې روان دي، چې په ځينو سیمو کې احتجاج کوونکو په اخ و ډب هم لاس پورې کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار اپریدي نن پنجشنبه د اسمبلۍ غونډې ته وویل، د احتجاج کوونکو پر ضد له زوره کار نه اخلي او هڅه کوي، چې د خبرو له لارې يې دغه احتجاج پای ته ورسوي:

''په ټولو ایالتونو کې له چارواکو سره تماس کې یو او پېغام مو دا دی ورته چې هیڅ به له زوره کار نه اخلي. ''

عیسوۍ مېرمنه اسیه بي بي چې د مرګ سزا يې لغوه شوې، د ځينو سرچینو په خبره لاهم په زندان کې ده او تر قانوني چارو وروسته به راتلونکې اونۍ له زندانه ووځي، چې د سرچینو په وینا له هماغه ځایه به له پاکستانه بهر ته روانه شي.