د کمپاین لومړۍ ورځ؛ یوازې کابل کې ۵۲ نوماندان جرمانه شول

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ټاکنو د خپلواک کمېسون د رسنیو د کمېټې مشر رفیع رفیق صدیقي وایي، د ولسي جرګې د نوماندانو له ډلې یې ۵۲ کسان د ټاکنیزو سرغړونو له امله جرمانه کړي دي.

نوموړي د جمعې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه نوماندان یوازې کابل کې دي او د ولایتونو په هکله به هم سبا له رسنیو سره خبره شریکه کړي.

د هغه په خبره، دا نوماندان د سرغړونې له امله له ۳۰ زرو تر یو لک افغانیو نغدي جریمه شوي دي

.

د هغه په خبره: "لکه مو چې ژمنه کړې وه چې کوم نوماند ټاکنیزو هڅو کې له اصولو پښې غړوي او ټاکنیز قوانین له پښو لاندې کوي او له وخت مخکې مبارزه پیلوي، نو جرمانه کېږي".

د نوموړي په خبره دا ډول سرغړوونکي نوماندان یې تراوسه ۵۲ پېژندلي، چې له وخت پیلېدلو مخکې یې خواله رسنیو کې فعالیت کړی، بیلبورډ یې نصب کړی او رسنیو کې یې بحثونه کړي دي.

نوموړی وايي، چې دا کار یې د رڼو ټاکنو لپاره کړی دی او خپلې هڅې به یې روانې وي.

له رسنیو غوښتنه

نوموړي پر رسنیو هم نیوکه وکړه چې د دوی له غوښتنې سره سره یې ځینې نوماندان د کمپاین له وخت مخکې ور غوښتي او سرغړونه یې کړې ده.

هغه له رسنو هم وغوښتل چې د ټاکنو نوماندانو ته مساوي وخت ور کړي.

"که رسنۍ شل ورځو کمپاین کې د نوماندانو هڅو ته بې پرې او مساوي پوښښ ور نه کړي او یا دا چې بې معیاره پوښښ ته ور کړي، دا سرغړونه ده او موږ به رسنۍ په جدي ډول څارو".

افغانستان کې د ولسي جرګې د نوماندانو کمپاین د جمعې په ورځ( د سپټمبر پر ۲۸) پیل شو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې وړاندې اعلان کړی و چې هېڅ نوماند باید تر رسمي نېټې وړاندې خپل ټاکنیز کمپاین پیل نه کړی او که داسې کوي نو پوښتنه به ترې کېږي او ان ښایي د ټاکنو د نوماندۍ له لېسته و ایستل شي.

تر ډېره د کمیسیون دا غوښتنه پر ځای شوه، خو یو شمېر نوماندانو بیا هم اونۍ وړاندې په غیر رسمي توګه خپل ټاکنیز کمپاینونه پيل کړي وو.

د ټاکنو ننګونې

دا کمپاین په داسې وخت کې پیلېږي چې لا هم خراب امنیتي وضعیت او د یو شمېر سیاسي ګوندونو اعتراضونه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره لویې ننګونې دي.

د سیاسي ګوندونو د لویې ټلوالې په نامه د اپوزیسیون یوې ډلې د افغانستان په ځینو لویو ښارونو کې د لنډې مودې لپاره د ټاکنو د کمیسیون ولایتي دفترونه هم تړلي وو.

دا ګوندونه له حکومت غوښتنه کوي چې په ټاکنو کې له بایو مټریک سېسټم کار واخلي، دوی ته دې د رڼو ټاکنو په اړه ډاډ ورکړي، او ګوندونو ته دې دا حق ورکړي چې د ټاکنو څارنه وکړي.

افغان حکومت د دې غوښتنو په ځواب کې څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې راتلونکو ټاکنو کې به بایومټریک سېسټم وکارول شي.

د افغان حکومت او د ټاکنو د کمیسیون د ټولو هلو ځلو سره سره په غزني ولایت کې د یو شمېر جنجالونو له کبله پارلماني ټاکنې ځنډول شوې دي.