د ټاکنو کمېسون: ۴۴۰۰ بایومټریک الې مو ترلاسه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د پنجشنبې په ورځ د رسنیو په مخ کې بایومېټرک اله سیاسي ګوندونوته وښوده.

افغان چارواکي وايي، دا اله ډېر امنیتي خوندیتوب لري او پارلماني ټاکنو کې د رایو روڼوالي لپاره کارېږي.

په ټاکنو کې د ګډون لپاره د سیاسي ګوندونو یو شرط هم د رایې ور کولو لپاره بایو مېټرک کارول و.

د معلوماتو او احصایې ادارې د دې الې برابرولو مسوولیت درلود

.

دا اداره وايي، بایو مېټرک اله به د ټاکنو په ورځ له یوه اطلاعاتي مرکز سره نښلول کېږي او له مخې به یې ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره د رایه ور کوونکي ځانګړنې د معلوماتو مرکز ته لېږدول کېږي.

د بایو مېټرک ځانګړنې

د احصایې او معلوماتو مرکز مشر جاوید رسولي وايي، دا اله د رایه ور کوونکو د خوندیتوب لپاره ډېر امنیت سره ډیزاین شوې چې له سیستم یې بهر معلومات ترلاسېدلی نه شي.

"دا وسیله د رایه ور کوونکي معلومات ټولوي، د ګوتې نښان اخیستونکی او کمره لري او دا خل کې سافټویر لري چې معلومات ټول کړي".

د نوموړي په خبره، سافټویر د رایه ور کوونکي د یو لاس او بل لاس د شهادت ګوتې انځور اخلي او له ګوتو وروسته د مخ انځور اخلي، خو که کس نه وي انځور نه اخلي.

"دوو نورو انځورونو ته هم اړتیا ده، چې هغه د تذکرې انځور اخیستل او بل د تذکرې شاته د سټیکر انځور اخلي.

نوموړی په دې باور دی چې دا ټول له څلوېښو تر یوې دقیقې وخت نیسي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، بایو مېټرک الې د رایه ور کوونکي له معلوماتو ټولولو وروسته یوه بارکوټ پاڼه چاپوي چې له راییپاڼې سره نښلول کېږي.

د دې کمېسون غړی رفیع الله بیدار وايي، ټاکنو کې د درغلي د مخنیوي لپاره که داپاڼه نه وي رایه هم باور نه لري.

دا اداره وايي، بایو متریک الې له نورو حساسو ټاکنیزو توکو سره په یو وخت د رایه ور کوونکې مرکز ته لېږدول کېږي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون کمیشنر او ویاند حفیظ الله هاشمی په کابل کې پرون خبریالانو ته وویل چې دغه سیسټم وړاندې په ۲۰ هېوادونو کې په اداري برخه کې تجربه شوی او کارونه یې اسانه ده.

ښاغلي هاشمي وویل؛ د رایه ورکونې د هر محل لپاره د بایومتریک یوه دستګاه په پام کې نیول شوې ده، خو د کارونې میکانیزم به یې راتلونکو ورځو کې نهايي شي.

که څه هم د ټاکنو کمېسون وايي، دې سیستم سره به انتخاباتو کې د درغلیو مخنیوی وشي، خو د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي؛ د دغې ټیکنالوجۍ د کارولو پر څرنګوالي اندېښنې شته.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا په یوه خبرپاڼه کې له ټاکنو کمیسیون غوښتي چې تر ټاکنو وړاندې د بایو مېټرک ماشین کارولو او له دغه سیسټم د څارنې په اړه څارونکو بنسټونو او سیاسي ګوندونو ته وضاحت ورکړي.

د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید وایي، دوی اندېښمن دي چې ښايي ولایتونو او لرې پرتو سیمو ته د بایو مېټرک دستګاوې په وخت ونه رسول شي.

په پام کې ده افغانستان کې پارلماني ټاکنې چې وار له مخه درې کاله ځنډېدلي د میزان یا تلې میاشتې په ۲۸ ترسره شي.