ولسمشر غني له جنرال دوستم سره وليدل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم کابل ته تر ستنېدو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته نن (۳۰ جولای) له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

د ارګ په غونډه کې پر ولسمشر او د هغه لومړي مرستیال سربېره اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم ګډون درلود.

ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریس د ټولنیزو رسنیو او ټویټر له لارې لیکلي دوی د افغانستان د مهمو موضوعات لکه امنیتي، سیاسي او پرمختیايي چارو په اړه خبرې کړې دي. د غونډې نور جزيات نه دي په ډاګه شوي

.

تمه وه چې ولسمشر به له خپل لومړي مرستیال سره په لومړیو ورځو کې وګوري، خو دغه لیدنه کابل ته د هغه تر راستنېدو څه باندې یوه اوونۍ وروسته ترسره کېږي. تر دغې لیدنې وروسته ښاغلی دوستم نن خپل رسمي دفتر ته هم ولاړ.

جنرال عبدالرشید دوستم د جوزجان د پخواني والي او ځايي سياستوال احمد ايشچي پر جنسي ځورونې تورن شو، وروسته وویل شول چې د درملنې لپاره ترکیې ته لاړ او بیا شاوخوا څوارلس میاشتې هلته پاتې شو.

جنرال دوستم د خپل راتګ په ورځ له خپلو پلویانو وغوښتل چې خپلې غوښتنې له سوله ییزو لارو وکړي او هم یې له حکومته د قیصار د مخکني امنیه قومندان نظام الدین قیصاري چې هغه ته نژدې کس بلل کيږي د محکمې له لارې د دوسيې څېړلو غوښتنه وکړه، خو حکومت د هغه په اړه ویلي د ښاغلي قیصاري د نیول کېدو قضیه حقوقي بڼه لري، چې د حقوقي بنسټونو له خوا به ارزول کېږي.

دغه راز وویل شول چې د جنرال عبدالرشید دوستم اړوند قضیه لاهم نه ده حل شوې او په اړه به یې څېړنې کېږي.