عوامي نشنل ګوند پاکستان کې د بیا ټاکنو غوښتنه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتونخوا په چارسده او ګڼ شمېر نورو سیمنو کې د عوامي نېشنل ګوند د پاکستان په ټاکنو کې د درغلیو ضد احتجاجي جلسونه کړي. د ګوند مشر اسفندیار ولي خان په چارسده کې خپلو پلویانو ته وویل، پوځ او د ټاکنو کمیسیون په درغلیو کې لاس درلود او باید چې له سره ټاکنې وشي.

هملته د غونډې پر ګډونوالو د پوځ سرتېرو ټوپکې نیولې، خو وروسته په سوله ييز ډول احتجاج پای ته ورسېد.

د یاد ګوند مشر اسفندیار ولي خان د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه غوښتي چې ددغې پېښې پلټنې دې وکړي

.

په پاکستان کې تېرې چارشنبې ورځې تر ټولټاکنو وروسته ډېری ګوندونو د درغلیو تورونه پورې کړي، خو ځينو يې ان پر ضد احتجاجونه هم کړي.

تردې وړاندې تېره جمعه مذهبپالو ګوندونو په ټول پاکستان کې احتجاجي لاریونونه اعلان کړل، هم نن دوشنبه بیا عوامي نېشنل ګوند په ګڼو ښارونو کې ورته احتجاجي ولسي غونډې اعلان کړې وې.

د خیبرپښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې نن په دې ولسي غونډه کې د یاد ګوند ګڼو پلویانو د پاکستاني پوځ ضد شعارونه ورکړل او هغوی يې په اوسنیو ټولټاکنو کې په لاسوهنې تورن کړل.

خپله د یاد ګوند مشر اسفندیار ولي خان په اردو ژبه دا شعارونه ورکړل، ؛دا چې نامالوم دي، دا موږ ته مالوم دي؛. ځينې شعارونه يې ان تردې هم سخت او له قهره ډک وو.

اسفندیار ولي خان دې ولسي غونډې ته وینا کې وویل، تر ټاکنو وړاندې يې لا د ټاکنو کمېسيون ته ویلي وو، چې پوځ دې د رايې اچونې مرکزونو ته دننه نه پرېږدي:

"موږ ورته ویلي وو، چې پوځ دننه مه پرېږدئ، ځکه چې بیا ورباندې تورونه خامخا پورې کېږي."

په خواله رسنیو لاس په لاس شوې یوې ویډيو کې ښکاري، چې د عوامي نېشنل ګوند د دې ولسي غونډې په وخت هملته د پاکستاني پوځ یوه قافله تېرېږي او په یوه ځای کې د عوامي نېشنل ګوند پر پلویانو د پاکستاني پوځ سرتېري ټوپکې نیسي.

که څه هم وروسته بیا دا هر څه په سوله ييز ډول پای ته رسېږي، خو د یاد ګوند مشرانو د پاکستاني پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد څخه غوښتي چې ددغې پېښې پلټنې دي وشي.

د پاکستاني پوځ له لوري لاهم ددې پېښې په تړاو څه نه دي ویل شوي.

بلې خواته په اسلام اباد کې بیا د اپوزېسيون شاوخوا ټولو ګوندونه په دې موافق شوي، چې په پارلمان کې دننه به د کلک اپوزېسيون رول لوبوي.

د پاکستان پيپلز ګوند یوه مشر خورشید شاه له رسنیو سره خبرو کې ویلي، د مسلم لیګ نواز ډلې په شمول د اپوزېسيون ټول ګوندونه په دې سلا شوي، چې له پارلمانه بايکاټ د ستونزې هواری نه دی، بلکې پارلمان ته به ځي او هملته به د کلک اپوزېسيون رول لوبوي.