د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د ولسمشر روحاني هغو څرګندونو ته چې "ټرمپ دې د زمري له لکۍ سره لوبې نه کوي" توند غبرګون کې ویلي، ایران باید امریکا ونه ګواښي؛ ځکه امریکا یې نه شي زغملی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که امریکا متحدو ایالتونو ته ګواښ پېښ کړي نو داسې پایلې به تر لاسه کړي چې ډېرو لږو د تاریخ په اوږدو کې ليدلې وي.
ولسمشر ټرمپ د ایران ولسمشر حسن روحانه ته په ټویټر په پیغام کې دغه راز ویلي چې امریکا به هغه څه ونه زغمي چې ده د ایران له خوا د زور او مرګ لېونۍ خبرې بللې
.
د ایران ولسمشر ټرمپ ته په يوه ګواښ کې ویلي و چې "د زمري له لکۍ سره دې لوبې نه کوي".
ښاغلي ټرمپ د خپل ټویټ توري په لویه بڼه لیکلي، چې خپل ټینګار وښيي.
روحاني امریکا ته په اشارې ویلي، سپینه ماڼۍ "په هغه کچه نه ده چې د نړیوالو قوانینو، د اسلامي نړۍ او فلسطیني ولس مخالفت وکړي."
روحاني د ایران د تېلو صادرولو د بندولو په اړه وویل: "موږ شرفداره خلک یو او د تاریخ اوږدو کې مو د سمندري تګ راتګ چاره خوندي ساتلې ده."
د ښاغلي ټرمپ له ټویټ څو ساعته وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ځینو امریکا مېشتو ایرانیانو ته وینا کې د ایران پر حکومت ټینګه نیوکه کړې وه:
"موږ د ایران له حکومت سره خبرو ته حاضر یو، خو د امریکا فشار یوازې هغه وخت کمېدای شي چې موږ د ایران سیاست کې ثابت او دوامداره میلان ووینو."
ده دا هم ویلي چې: "د حکومت د فساد کچې او شتمنۍ ښودلې چې ایران د یوې مافیا له خوا اداره کېږي".
دا څرګندونې وروسته تر هغه مخې ته راغلې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني پر امریکا تور ولګاوه، چې د ایران پوپنا کول او تجزیه کول یې د سیاست اصلي برخه ده او ډونلډ ټرمپ ته یې په دې اړه خبرداری ورکړ.
سره جګړه به 'د جګړو مور' وي
ښاغلي روحاني له ایران سره سوله د "سولې مور" وبلله او له ایران سره جګړه یې د "جګړو مور" وبلله او ویې ویل چې هېواد یې نه غواړي وګواښل شي