دوستم کابل ته له رسېدو سره له ترک توکمو وغوښتل له خپلمنځي اختلافاتو تېر شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم له ترکیې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته په خبري غونډه کې له تُرک توکمو وغوښتل چې له خپلمنځي اختلافاتو تېر شي. هغه له خپلو پلویانو هم وغوښتل لاریونونه ودروي.

د ښاغلي دوستم تر ستنېدو وړاندې د جوزجان پخواني والي احمد ايشچي چې دی یې پر جنسي ځورونې تورن کړی وویل، پر ښاغلي دوستم له خپلې ادعا نه تېرېږي او عدالت غواړي.

په کابل کې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې له ښاغلي دوستم سره د ولسمشردوهم مرستیال سرور دانش هم و چې هېواد ته د لومړي مرستیال د بېرته رابللو کې یې برخه درلوده او ترکیه کې یې ورسره خبرې اترې کړې وې

.

ښاغلی دوستم ماسپښین له ترکیې افغانستان ته ستون شو چې تر رسېدو یې څو شېبې وروسته د کابل حامد کرزي هوایي ډګر څلور لار کې ځانمرګي برید په لسګونو کسان مړه او ټپیان کړل.

له ښاغلي دوستم د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق او د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه مشر عطامحمد نور هم مله ول. د ښاغلي دوستم هرکلي ته د هغه ګڼ شمېر پلویان په کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر ته ورغلي ول.

کابل ته د ښاغلي دوستم ستنېدل د ملي تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېدل.

ښاغلي دوستم په خپله وینا کې تُرک توکمو مشرانو ته په اشاره وویل:

"زه ورته توصیه لرم چې خپل اختلاف یوې خوا ته پرېږدي، له ملته دې زده کړي چې څنګه یې شعار ورکاوه چې دوستم دې راشي او قیصاري دې خوشې شي. برق او بیارغونه یې نه غوښتله. "

ښاغلي دوستم د ده د ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري پر "ښو کړنو او عادتونو " رڼا واچوله چې اوسمهال په بند کې دی. هغه وویل: "د قیصاري په اړه پخپله له ولسمشر سره خبرې کوم او که حل مې نکړای شو بېرته به ولاړ شم. "

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ مخکیني امنیه قومندان نظام الدین قیصاري او د هغه ساتونکي، څو اوونۍ وړانډې د شاهین قول اردو پوځیانو لخوا ونیول شول او کابل ته راوړل شول چې ساتونکي یې وروسته خوشې شول.

پرون د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په شمالي ولایت فاریاب کې د نظام الدین قیصاري نيول کېدو په اړه وویل، د هغه د نیول کېدو قضیه حقوقي بڼه لري، چې د حقوقي بنسټونو له خوا به ارزول کېږي.

ښاغلي چخانسوري کابل کې خبریالانو ته په یوه کنفرانس کې وویل، د ښاغلي دوستم اړوند قضیه لاهم نه ده حل شوې او په اړه به یې څېړنې کېږي.

ښاغلي چخانسوري وویل، ښاغلی دوستم به افغانستان ته تر ستنېدا وروسته د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

نوموړي دا هم وویل، د ښاغلي دوستم اړوند تېرې قضیې د عدلي او قضايي ارګانونو اړوندې دي چې دغه خپلواک بنسټونه به د هېواد د قوانینو مطابق څېړنې کوي.

ښاغلي دوستم په خپله وینا کې چې د ګڼ شمېر پلویانو په شتون کې یې کوله، له هغوی وغوښتل چې خپل لاریونونه دې پای ته ورسوي.

ده وویل "ټول دوکانونه او دولتي ادارې دې خلاصې شي او هېڅ څوک دې مزاحمت نه کوي... سره له نن شپې دې څوک خیمې نه پرېږدي. بلکې نن شپه دې جشن ونیسي او سر له سبا دې ټول ځوانان خپلو درسونو او کارونو ته دوام ورکړي. "

ترکيې ته د ښاغلي دوستم د تګ لامل

عبدالرشيد دوستم د جوزجان د پخواني والي او يوه پېژندل شوي ځايي سياستوال احمد ايشچي پر جنسي ځورونې تورن شو او له ولسمشر سره يې له اختلافونو ډېرېدو وروسته ترکيې ته لاړ او بیا رانغی.

د افغانستان ولسمشر ترکيې ته د هغه د سفر په تړاو ویلي و چې د نوموړي موضوع عدلي او قضايي ده او هغه د افغانستان د لویې څارنوالۍ په اجازه ترکيې ته تللی.

له هغې وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې ښاغلي دوستم افغانستان ته د بېرته ستنېدو هوډ درلود خو د هغه الوتکې ته د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې په هوايي ډګر د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې.