ویلز: پاکستان باید د افغان طالبانو پر ضد پریکنده ګامونه واخلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یوې لوړپوړی امریکايۍ ډیپلوماتې د پنجشنبې په ورځ یوځل بیا په پاکستان نیوکې وکړې او ویې ویل چې دې هیواد په خپله خاوره کې د بیلابیلو ترهګرو ډلو پر وړاندې د اقداماتو په برخه کې خپلې ژمنې ندي عملي کړي.

د مرکزي او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز اسلام آباد ته د خپل وروستي سفر په اړه خبریالانو ته د خبرو پرمهال که څه هم له افغانستان سره د اړیکو د ښه والي په اړه د اسلام آباد هڅې وستایلې خو ټینګار یې وکړ چې دا هیواد باید د افغان طالبانو پر وړاندې دوامداره او پریکنده اقدامات وکړي

.

الیس ویلز وویل: " [پاکستان] له افغانستان سره د اړیکو د ښه کیدو په برخه کې مثبت ګامونه اوچت کړي دي چې ډیر مهم دي. دا یو مهم اقدام دی چې کیدای شي د روغې جوړې یو بهیر ووسي."

خو دې جګپوړي امریکايي ډیپلوماټې وویل واشنګټن د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې د پریکنده او اوږدمهاله اقداماتو غوښتونکی دی. هغې زیاته کړه چې په همدې برخه کې د پاکستان نه اقدام ددې لامل شو چې جمهور رئیس ټرمپ په جنوري میاشت کې له پاکستان سره د واشنګټن پوځي همکارۍ ودرولې.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تیر کال د سهیلي اسیا او افغانستان لپاره د خپل هيواد د ستراتیژۍ د اعلان پر مهال ، اسلام آباد ته ځکه خبرداری ورکړ چې په خپله خاوره کې یې د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات ندي کړي.

د پاکستان غبرګون

پاکستان چې ظاهرا له طالبانو سره د افغانستان حکومت د هڅو ملاتړ کوي، د الیس ویلز د وروستیو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي دي یوازې اسلام آباد د خبرو میز ته د طالبانو د راکاږلو مسول ندی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د پنجشنبې په ورځ وویل "... موږ ډیر ځله دا ویلي چې د افغانستان په مسله کې ټول ښکل هيوادونه باید په دې مسولیت کې ونډه واخلي او پاکستان چمتو دی چې خپله ونډه پوره کړي."

پاکستان وایي د تیر په شان پر افغان طالبانو پوره نفوذ نلري او اوس طالبان د افغانستان پر ډیرو سیمو واکمن دي او د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، هغه ادعا چې تل د کابل او واشنګټن له خوا رد شوې ده.

الیس ویلز د پاکستان په خاوره کې د افغان طالبانو د رهبري شورا د فعالیت په اړه وویل" دا په بشپړ ډول روښانه ده چې د سیاسي مذاکراتو د دریدو یوازینی خنډ د طالبانو رهبري ده چې ډیر یې له افغانستان څخه بهر اوسیږي او هلته افغان او بهرني ځواکونه پرې فشار نشي راوړلی."

د اسیا د جنوب ستراتیژي

دې امریکايي ډيپلوماتې د اسیا د سهیل لپاره د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ د اغیزمنتوب په اړه وویل: "فکر کوم دې ستراتیژي بدلون رامنځ ته کړی او موږ غواړو چې د افغان ځواکونو او ددې هیواد د هوايی پوځ په پیاوړي کولو سره پر طالبانو فشار زیات کړو."

میرمن ویلز زیاته کړه، د ولسمشر ټرمپ په ستراتیژي کې په روښانه ویل شوی چې طالبان نشي کولای له پوځي لارې بریا ته ورسیږي او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو ژمنه موجوده ده.