د پاکستان پخوانی لومړی وزير او لور یې مریم نواز د زندان په سزا محکوم شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په اسلام اباد کې د فساد ضد یوې محکمې د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف ته د لس کالو بند سزا اورولې ده.

همدارنګه د نوموړي لور مریم نواز په ۷ کاله بند او زوم یې صفدر په یو کال بند محکوم شوی دی.

محکمې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف ۸ ميلیونه پاونډه جریمه کړی هم دی، او لور یې هم دوه ملیونه پاونډه جریمه شوې ده

.

د "اېونفیلډ" په نامه په دې قضيه کې پر ښاغلي شریف تور لګول شوی و چې فساد یې کړی او په ناقانونه توګه یې په لندن ښار کې ملکیتونه رانیولي دي.

 

د لندن ښار مرکزي برخه کې ایون فیلډ ودانۍ څلور اپارتمانونو ملکیت موضوع هم د نوازشریف کورنۍ د محاکمې یوه برخه وه. پر نوموړي تور پورې شوی و، چې له ناروا لارو چارو یې دغه ګران بیه جایداد تر لاسه کړی دی.

اوس احتساب څارنوال سردار مظفر رسنیو ته ویلي، محکمې فدرالي حکومت ته د دغه جایداد ظبط کولو مشوره ورکړې، خو نواز شریف، لور او زوم یې د دغه جایداد له ملکیته انکار کوي. شریف کورنۍ وايي، چې د جایداد ملکیت د نواز شریف د زامنو دی.

د پاکستان سترې محکمې تېر کال د همدې تورونه له کبله ښاغلی شریف د لومړي وزیر له څوکۍ هم لېرې کړی و.

د رپوټونو له مخې، د محکمې د پرېکړې پر وخت ښاغلی شریف او کورنۍ یې په لندن کې وو او د محکمې جریان یې د تلویزیون له لارې څارلو.

احتساب محکمې قاضي محمد بشیر تر نهو میاشتو پورې دغه محاکمه پر مخ وړله. په قضیه کې نوازشریف، لور یې مریم نواز، حسن نواز او حسین نواز او د مریم میړه کپتان صفدر تورن کسان وو.

محکمې د حسن او حسین نواز اشتهاري بللي و، چې هر مهال یې د نیولو امر په مانا دی. له دې مخکې نوازشریف له محکمې غوښتي و، چې د محکمې پرېکړه تر اوو ورځو پورې وځنډول شي.

نوازشریف محکمې ته عریضه کې ویلي و، چې د مېرمنې ناورغۍ له کبله نه شي کولای سملاسي هېواد ته ستون شي.

د پاکستان سترې محکمې نژدې یو کال مخکې همدې جولای میاشت کې نواز شریف او د هغه د کورنۍ د پاناما لیکس د تورونو د پلټنې قضیه کې بې واکه اعلان کړ.

خو نواز شریف تل دا تورونه رد کړي دي. ۲۰۱۶ کال کې د پاناما لیکس د اسنادو له مخې پر نوموړي او کورنۍ یې تور پورې شو، چې بهر کې پټه شتمني لري.

د دې تورونو له مخې د ښاغلي شریف درې اولادونه(مریم، حسن او حسین) په بهر کې د څو ثبت شویو شرکتونو په معاملو کې لاس لري. له هغه وروسته د ۲۰۱۷ کال په اګست کې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې احتساب محکمې د نواز شریف د نیولو امر وکړ.

د پاکستان ټاکنیز قانون له مخې د جرم ثابتېدو په صورت کې نوازشریف نه یوازې د لومړي وزارت لپاره ناوړ وبلل شو، بلکې د ګوند مشري هم نه شي کولای.

نواز شریف درې ځله د پاکستان لومړي وزیر په توګه دنده تر سره کړې. په ۱۹۹۹ کال د پاکستان د پوځي مشر جنرال پرویز مشرف په مشرۍ له پوځي کودتا وروسته نواز شریف له واکه لرې کړ.

۶۴ کلن نواز شرف بندي شو، بیا له پوځي کودتا وروسته تبعید شو، خو په ۲۰۰۸ کال یې د پوځي مشر پرضد د مخالفت لاره خپله کړه او د ۲۰۱۳ کال پارلماني ټاکنوکې بریالی شو.

ښاغلی شریف په وروستیو دېرشو کلونو کې د پاکستان له مهمو سیاستوالو ګڼل کېږي، چې د ځینې نورو سیاستوالو په څېر دی هم د خپلې واکمنۍ پرمهال د فساد له تورونو سره مخامخ دی.

نواز شریف د مسلم لیګ ګوند مشري کوله چې د د همدې قضیو لړ کې د ګوند مشري لپاره هم نا اهل وبلل شو. ښاغلی شریف پر سیاست سربېره، د پاکستاني له شتمنو سوداګرو هم یو دی.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر او د نواز شریف ورور شهباز شریف وايي، ګوند یې دغه پرېکړه نه مني.

د جمعې پر ماښام د محکمې له پرېکړې وروسته نوموړي خبري غونډې ته وویل، د هېواد ټولو برخو ته به لاړ شي او ولس ته به د ده په خبره د دې بې انصافي حال ووايي.

نوموړی ادعا کوي، 'د محاکمې ټول بهیر کې کره قانوني اسناد نه دي وړاندې شوي، د نواز شریف نوم په پاناما قضیه کې نه دی یاد شوی او په ایون فیلډ او بهرنیو شرکتونو په لړ کې هم د هغه نوم نه شته. '

بل لور ته د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند، چې د نواز شریف خلاف یې محکمه کې عریضه کړې وه، د پرېکړې په تړاو خوښي څرګنده کړې ده.

له پرېکړې وروسته د خیبر پښتونخوا په سوات کې یوې غونډې ته وینا کې عمران خان وویل، چې د خدای تعالی شکر ادا کوي. نوموړی وايي، ۲۶ کاله مخکې یې ځکه سیاست پیل کړ، چې په خبره یې فساد د پرمختګ لپاره د پاکستان لاره ډب کړې، چې د عمران خان په وینا مسوولیت یې د نوازشریف، شهباز شریف او اصف علي زرداري پر اوږو دی.

بل لور ته د عوامي نېشنل ګوند یوه مشره بشرا ګوهر بي بي سي سره خبرو کې د محکمې پرېکړې ته غبرګون کې وویل، چې دا د هېواد پر کمزوري عدلي او جمهوري نظام یو بل سخت برید دی:

''فکر کوم نېب یا د احتساب ملي اداره باوري نه ده، له دغې ادارې نه د سیاستوالو خلاف کار اخیستل کېږي، دغه اداره له حساب ورکولو یا فساد مخنیوي سره هېڅ تړاو نه لري. ''

مېرمن ګوهر دغه راز ادعا کوي، چې د ۲۰۱۸ کال ټاکنې به رڼې نه وي:

''له ټاکنو څو اونۍ مخکې د احتساب محکمې پرېکړه د ټاکلې ډلې یا ګوند رامخکې کولو برخه ده. د ولسواکۍ پر بهیر پرلپسې بریدونه کېږي او راتلونکی پارلمان به تر ډېره حده د غیر جمهوري قوتونو په کنټرول کې وي. ''

نواز شریف په ۱۹۴۹ کال لاهور کې د صنعت یوه مخکښه کورنۍ کې زیږېدلی او له سیمه ییزو ټاکنو یې سیاست ته لار موندلې ده.

په لومړي ځل د سیاست ډګر کې د پخواني پوځي واکمن ضیاء الحق د حکومت لومړیو کلونو کې راڅرګند شو، پنجاب ایالت کې د مالیې وزیر شو، بیا له ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۰ کال پورې د پنجاب لومړی وزیر شو.

د سیاست پرتله نواز شریف په اداري چاروکې د ډېرې وړتیا او تجربې څښتن ګنل کېږي. دی په ۱۹۹۰ کال لومړی وزیر شو، خو په ۱۹۹۳ کال له دې پوسته لیرې شو، همدا وو چې د بینظیر بوټو د حکومت لپاره لار هواره شوه.

نوموړی په ۱۹۹۷ کال بېرته د پارلماني ټاکنو په اکثریت رایو ګټلو لومړی وزیر شو، چې له پوځ پرته یې د هېواد پر ډېری بنسټونو او ادارو واکمني ترلاسه کړه.