له افغانستان سره د دوه نیم میلیارد ډالرو نړیوالې مرستې ژمنه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو له افغانستان سره د دوه نیم میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

دغه پیسې به د بیارغونې صندق له لارې په راتلونکو درېیو کلونو کې د روغتیا، پوهنې او ولسي تړون اړوندو پروژو او د وزارتونو د عادي بودیجې په برخه کې لګول کېږي.

د افغانستان د بیارغونې صندق ته هر درې کاله وروسته یوځل پیسې ورکول کېږي چې تېر پړاو کې ورسره نړیوالو درې میلیارده ډالره مرسته کړې وه

.

د افغانستان مالیې وزارت وایي، مرستندویانو دا ځل د پخوا پر خلاف په لیکلې بڼه د دوه نیم میلیارده ډالرو د ورکړې ژمنه ورکړې ده.

دغه ژمنه په ارګ کې د افغان چارواکو او مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو په هغې غونډه کې شوې چې د نړیوال بانک مشر شوبهم چوهدري او د بهرنیو هېوادونو سفیرانو په کې ګډون کړی و.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وایي، خوښ دی چې د خپل کار په وروستیو ورځو کې داسې خبر له ولس سره شریکوي:

"ټولو مرسته کوونکو دا ځل په لیکلې بڼه ژمنه وکړه چې د راتلونکو دریو کلونو لپاره به افغانستان ته دوه نیم میلیارده امریکایي ډالره ورکوي، دغه پیسې د بیارغونې صندق یا اې. آر.ټي.ایف له لارې لګول کېږي."

د افغانستان د بیارغونې صندق ملاتړ د ۳۴ هېوادونو او سازمانونو له خوا کېږي او مدیریت یې د نړیوال بانک پر غاړه دی.

دغه صندق په هرو درېیو کلونو کې یوځل د نړیوالو له خوا پیسې ترلاسه کوي.

تېرو دریو کلونو کې دغه صندق ته درې میلیارده ډالره ورکول شوي وو.

د نړیوالې ټولنې ډيره ملکي مرسته اوس د همدې صندق له لارې لګول کېږي.

مالیې وزیر په دې اړه غونډه کې د ملي عوایدو د لوړېدو خبره هم وکړه.

پنځه کاله وړاندې د افغانستان کلني عواید شاوخوا سل میلیارده افغانۍ وو، خو تېرکال ۱۷۰ میلیاردو ته ورسېدل.

اکلیل حکیمي وویل، د سږ مالي کال له شپږو میاشتو داسې ښکاري چې په دې کال کې به ملي عواید ۲۰۰ میلیارده افغانیو ته پورته شي.