په ټاکنیزو حوزو د غزني وېش، هرکلی او مخالفتونه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په ولسي جرګه کې د غزني ولایت یوشمېر استازو د ټاکنو کمېسیون هغه استثنایي پرېکړه ناقانونه وبلله چې دغه ولایت یې په څو کوچنیو ټاکنیزو حوزو ویشلی دی. دغه کمېسیون تېره ورځ اعلان وکړ چې غزني کې به راتلونکي پارلماني ټاکنې په دریو حوزو کې ترسره کېږي.

په دریو ټاکنیزو حوزو د غزني ویشلو دغې پرېکړې بیا د غزني د ناامنه سیمو خلک خوښ کړي او د غزني چارواکي وایي، د ټاکنیزو حوزو کرښې به نفوسو ته په کتو سره ټاکل کېږي

.

د کمېسیون د نوې پرېکړې پر بنسټ غزني کې د نا امنو سمیو خلکو چې ډېر یې پښتانه دي هر کلی وکړ خو د امنو سیمو اوسېدونکي چې ډېر یې هزاره دي له دغې پرېکړې سره مخالفت کوي.

د غزني وکیلان خبرداری ورکوي چې د ټاکنو کمېسیون دغه پرېکړه به ښې پایلې ونه لري.

دغزني یوه استازي عبدالقیوم سجادي وویل چې دغه پرېکړه د ټاکنو قانون له ۳۶، ۳۵ او ۷۱ مو مادو سره په ټکر کې ده.

تېره ورځ د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې د پارلماني ټاکنو لپاره به غزني ولایت په دریو ټاکنیزو حوزو وېشي.

''د حکومت او کمېسیون وروستي پرېکړه، چې غزني کې دې ټاکنې حوزوي شي، په ښکاره د قانون تر پښو لاندې کول او د افغانانو تر منځ تبعیض دی. دغه پرېکړه ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د غزني اوسېدونکو لپاره د منلو وړ نه ده. ''

دوی ګواښ وکړ چې د ټاکنو کمېسیون د دې پرېکړې پر وړاندې به ودریږي.

د ټاکنو کمېسیون کمشنر حفیظ الله هاشمي د دغو استازو د خبرو په غبرګون کې بي بي سي ته وویل دغه پرېکړه د کمېسیون د قانوني صلاحیت پر بنسټ شوې.

د افغانستان اساسي قانون او د ټاکنو قانون کمېسیون ته دا دنده ورکړې، چې افغانستان کې د هر ډول ټاکنو مدیریت وکړي او دا مدیریت باید داسې وي، چې د افغانستان د ټولو خلکو ونډه او اشتراک ته زمینه برابره کړي، نو دې ته په کتو سره دا کومه پرېکړه چې شوې ده، دا د افغانستان او د غزني د خلکو په مصلحت او په ګټه شوې او دې کې هېڅ کومه قانوني ستونزه نه شته.

غزني په ټوله کې ۱۸ ولسوالۍ لري چې د دریو ښځو په ګډون ولسي جرګه کې ۱۱ استازي د دې ولایت استازیتوب کوي.

په دغه ولایت کې د پښتنو، تاجکو او هزاره وو تر څنګ یو شمېر نور لږکي قومونه هم ژوند کوي.

خو په تېر ځل پارلماني ټاکنو کې چې د غزني یو شمیر ولسوالۍ نا امنه وې ټول استازي یې هزاره او سادات وو.

سږ کال چې د پارلماني ټاکنو خبره شوه، د غزني یو شمېر پښتنو اوسېدونکو د ټاکنو کمېسیون د وره مخ ته د اعتراض خیمې ووهلې او ګواښ یې وکړ تر هغې چې په دې ولایت کې حوزې کوچنۍ نه شي د کمېسیون ور به تړلی وي.

د غزني یو اوسېدونکی چې په دې پرېکړه خوښ دی، وایي هیله لري چې حوزې د معیار پر بنسټ وټاکل شي:

''زموږ سیمې نه امنه دي او که هغه سیمې له موږ سره ټاکنو کې یو ځای شي، چې امنیت په کې تر ډېره حده تامین دی، څرګنده ده، چې یوازې د هغو سیمو خلک به استازي ټاکي. ''

په غزني کې د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي، اوس چې په دې ولایت کې ټاکنې حوزوي شوې د رایو ورکونکو او کاندیدانو نوم لیکنې بهیر پیلیږي .

ځایی چارواکي وایي، د دغې پرېکړې پر بنسټ به له هرې حوزې یوه ښځه ولسي جرګه کې استازې شي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دغه وروستۍ پرېکړه ناقانونه ګڼي خو ټاکنو کمېسیون وایي، دوئ پر خپل دریځ ولاړ دي.