سیګار: ناسم مدیریت د حلقوي سړک چارې ځنډولي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
  • 21 د افغانستان پر بيارغونې د څار ځانګړې امريکايۍ اداره "سيګار" وايي، د افغانستان حلقوي سړک د پاتې ۲۳۳ کیلومتره برخې جوړولو ته له ۷۲۱ میلیون ځانګړو شویو ډالرو ایله ۲۴۹ میلیون یې لګول شوي، خو ایله ۱۵ کار یې بشپړ شوی دی.

سیګار پخپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، د دغه حلقوي سړک هغه برخه یې ارزولې چې د فاریاب له قیصار پیلېږي او د بادغیس لامان ولسوالۍ ور سره نښلوي

.

د رپوټ له مخې، ددغه حلقوي سړک د جوړېدو مالي تمویل د اسیا پراختیايي بانک او د امریکا متحدو ایالتونو او ددغه بانک د نورو غړو له خوا ورکول کېږي.

په رپوټ کې راغلي، د ۲۰۰۵ کال له جولای میاشتې راهیسې د ۲۰۱۷ کال تر ډیسمبر پورې، یاد بانک ددغه حلقوي سړک د جوړېدو لپاره ۷۲۱ میلیون ډالر ځانګړي کړي، چې د اسیا پراختیايي بانک له لارې لګول کېږي.

د افغان حکومت غبرګون

د افغانستان ټولګټو وزارت ویاند مهدي روحاني وایي، د دغه سړک د اتیا کیلومتره چارې روانې دي او د څلورو کلونو په ترڅ کې به شاوخوا ۲۳۳ کیلومتره سړک چارې بشپړې شي:

"د ټولګټو وزارت لپاره د قیصار - لامان حلقوي سړک تر ټولو لانجمن و. دا سړک بیخي له منځه تللی و، موږ په څلورو کلونو کې وکړای شو چې د ډونر، چې د اسیا پراختیايي بانک دی، ژمنتیا بېرته ترلاسه کړو، اوس هم ددغه سړک پر لومړۍ او دویمې برخې چې ۸۲ کیلومتره دی، کار روان دی."

په سيمه کې ځایي خلک او د فاریاب د ولایتي شورا یوشمېر غړي وایي، د دغه سړک له جوړېدو هېڅ خبر نه شته .

د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب وایي، تر هغې چې د دغې لارې امنیت ټینګ نه شي، د دغه سړک کارونه به همداسې پاتې وي:

"درې میاشتې وړاندې چې ولسمشر غني دلته راغلی و ژمنه یې وکړه چې د دغه حلقوي سړک چارې به پیلوي، خو له بده مرغه پیل نه شوې او همداسې پاتې شوې؛ ځکه دلته امنیتي وضیعت ښه نه دی له قیصاره تر بادغیسه راغلې لار د طالبانو په لاس کې ده او هغوی د کار پیلولو اجازه نه ورکوي."

د شمېرو له مخې د افغانستان د وګړو دوه پر دریمه برخه د حلقوي سړک په شاوخوا پنځوس کیلومترۍ کې پراته ده.

د رپوټ د موندنو له مخې، ددغه مبلغ ډېره برخه د افغانستان ټولګټو وزارت په واک کې ددغه سړک د رغونې، انجینري او امنیتي چارو د سمبالښت لپاره ورکړل شوې.

سیګار وايي، د حلقوي سړک دا پروژه د امنیتي ګواښونو او ټولګټو وزارت د کمزوري قراردادي او د رغونې د وړتیا او مدیریت د نشتوالي له کبله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوه، چې همدا د کار د پاتېدو او د دوو قرادرادونو د لغوه کېدو لامل شو.

د ۲۰۱۷ تر سپټمبر پورې د حلقوي سړک پر جوړېدو د ټولګټو وزارت د اسیا پراختیايي بانک له خوا له ورکړل شوي لګښت ۲۴۹ میلیون ډالر لګولي، خو د سیګار په وینا، د قراردادیانو له خوا د رغونې یوازې ۱۵ چارې مخته وړل شوې.

همدا لامل شو چې رغنیزې چارې دوه کاله وځنډېدې، خو سیګار وايي، د تېر کال ډیسمبر کې د سړک د بشپړولو لپاره د اسیا پراختیايي بانک۱۵۰ میلیون نور ډالر ومنل، چې د دې پروژې ټول ټال لګښت ۷۲۱ میلیون ډالرو ته ورسېد.

د رپوټ موندنې ښيي، چې د حلقوي سړک د پاتې برخې د جوړولو لپاره لاهم ۴۷۲ میلیون ډالر شته.

د حلقوي سړک مخینه

که څه هم د لومړي حلقوي سړک کار په ۱۹۶۱ کال کې شاوخوا ۵۲ کاله وړاندې پیل شو، خو د سیاسي بدلونونو او څو لسیزو جګړو له امله د دغې لویې لارې کار بشپړ نه شو او هغه څه چې جوړ شوي وو هم په بشپړه توګه له منځه لاړل او بیاجوړولو ته یې سخته اړتیا لیدل کېده.

د دغې لارې له جوړولو موخه د افغانستان د یوې سترې برخې سره نښلول او د اقتصادي پیاوړتیا د زمینې برابرول دي.

د افغانستان لومړی حلقوي سړک شاوخوا ۳۳۶۰ کیلو متره اوږد دی او د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۱۶ سره نښلوي.

دغه سړک ته چې د کابل، غزني، کندهار، فراه، هرات او بلخ په ګډون له نورو ولایتونو تېرېږي په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د اقتصادي شا رګ په سترګه کتل کېږي.

د شمېرو له مخې د افغانستان د وګړو دوه پر دریمه برخه د حلقوي سړک په شاوخوا پنځوس کیلومترۍ کې پراته ده.

سیګار وايي، په ۲۰۰۵ کال، افغانستان کې د خوندي او اغزناک حلقوي سړک د جوړېدو چارې د ټولګټو وزارت پرغاړه واچول شوې، چې د فاریاب ولایت له قیصار ولسوالۍ نه ، د بادغیس تر لامان پورې د حلقوي سړک د پاتې لویې پروژې - چې ټول ټال ۲۳۳ کیلومتره کېږي، برخه بشپړه کړي.

د سیګار په راپور کې راغلي، د اسیا پراختیايي بانک په ۲۰۰۵، ۲۰۰۷، ۲۰۱۰، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷ کلونو کې له قیصاره تر لامان پورې د حلقوي سړک د جوړېدو پنځه جلا مالي پروژې ومنلې.

د رپوټ پراساس، د افغانستان ټولګټو وزارت کې د وړتیا نشتوالي د حلقوي سړک د پاتې برخې د نه جوړېدو لامل شوې، چې په وینا یې دوی قراردادیانو ته پر وخت پیسې نه ورکولې چې کار مخته ولاړ شي.

په دغه رپوټ کې راغلي، چې یاد وزارت د چین اورګاډي شیسیجو ګروپ، چې د شیلادیا ځای ناستی و، د قرارداد شویو پیسو د نه ورکړې له کبله له ټولګټو وزارت سره خپل قراردادونه پای ته ورسول.

د ۲۰۰۷ کال نومبر کې د یاد وزارت له خوا قراردادیانو ته د پیسو د ورکړلې سست بهیر د رغونې د بهیر له خنډ سره مخامخ.

د امریکا کابو ۳ میلیارد ډالره مرسته

"سیګار" وړم کال پخپل یوه راپور کې ویلي وو، له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر اوسه نژدې ۲٫۸ میلیارد ډالر د افغانستان پر سړک جوړونې لګول شوي.

ددغې ادارې په وینا، نژدې ۱۵۴ میلیون ډالر نور د ټولګټو وزارت د ظرفیت جوړونې او د سړک جوړونې پر نورو اړونو پروګرامونو لګول شوي.

دغه اداره زیاتوي، د امریکا په همکارۍ له ۱۶۴۰ کیلومتره جوړ شوي سړک څخه شاوخوا ۲۲ یې کریړ شوي دي، چې ډېری سړکونه څارنې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ټول ټال کریړ شویو سړکونو اندازه شاوخوا ۸۵۰۰ کیلومترو ته رسېږي، چې ۳۰۰۰ کیلومتره یې حقلوي سړک دی، چې نژدې ۱۴ ولایتونه سره نښلوي.

خو په وروستیو کلونو کې د افغان دولت پر هڅو سربېره، تر اوسه د حلقوي سړک پر نښلولو نه دی توانېدلی.

د شمېرو له مخې، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې شاوخوا ۸۶ زره کیلومتره سړکونه کریړ شوي دي.

سیګار وايي، د افغانستان د سړکونو جوړولو لپاره ۸ میلیاردو نورو ډالرو ته اړتیا ده.