د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د دغه هېواد له لوري د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندلو خبرونه درواغ بولي.
دا شورا په خبرپاڼه کې وایي، لوړ پوړي افغان امنیتي پلاوي د اسلام اباد وروستي سفر کې "نه د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره لیدلي او نه یې هم پر ډیورنډ فرضي کرښه خبرې کړې دي".
خواله رسنیو کې د ګنګوسو له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په وروستۍ لیدنه کې ډیورنډ کرښه "په رسمیت پېژندلې ده
".
خو د ملي امنیت شورا خبرپاڼه کې د خواله رسنیو دا ګنګوسې "یو مخ جعلي" بې بنسټه او پروپاګنډ بلل شوی دی.
دا اداره ټینګار کوي چې د ډیورنډ کرښې مسله ټول افغان ملت پورې تړلې او حکومت ان پر دغه موضوع د خبرو حق هم نه لري.
ډیورنډ کرښه
یو وخت د برتانیا سفیر د ډیورنډ کرښې پر رسمیت پېژندلو خبرې کړې وې، چې له امله د ملي امنیت شورا غبرګون وپارېد.
دې شورا په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې له ټولو بهرنیو سفیرانو او سیاسي استازو وغوښتل چې د ډیورنډ کرښې په ګډون د افغانستان تاریخي ارزښتونو او حقونو ته درناوی وکړي.
کابل کې د برتانیا سفیر نیکلاس کي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي و چې د نړیوالې ټولنې په اند، ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده.
افغان حکومت له پاکستان ۲۴۰۰ کیلومتره اوږده ډیورنډ کرښه د خپلې پولې په توګه په رسمیت نه پېژنې.
کابل وايي، په دې تړاو هغه تړون باور نه لري چې پر ۱۸۹۳ کال د افغانستان د هغه وخت د امیر عبدالرحمان خان او د برتانوي هند د وخت د بهرنیو چارو وزیر سر مور تیمر ډیورنډ ترمنځ لاسلیک شوی و.