د امریکا ولسمشر د فضايي پوځ د جوړولو امر وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا ولسمشر د متحده ایالتونو پوځ ته امر وکړ چې د خپلې شپږې څانګې په توګه تشیالي یا فضايي ځواکونه جوړ کړي.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، دې شپږمې څانګې جوړولو سره ملي امنیت پیاوړي کولو او کار موندلو ته ګټه رسېږي.

هغه په سپینه ماڼۍ کې وویل: یواځې په تشیال کې حضور بس نه دی، امریکا باید په تشیال کې برلاسې وي

.

د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې متحده ایالتونه امریکایان سپوږمۍ ته ستنوي او بالاخره به مریخ ته انسان واستوي.

ډونلډ ټرمپ دا خبرې د ګډوالۍ په هکله د امریکا او جرمني د کډوالۍ پر سیاست له بحث وروسته وکړې.

په دې سبب دفاع وزارت او پنټګان ته امر کووم، چې د امریکا د وسلوالو ځواکونو د شپږمې څانګې په توګه د تشیالي ځواک د بنسټولو لپاره سملاسي اړین ګامونه پورته کړي.

له چین او روسیې سره سیالي

ښاغلي ټرمپ وویل، دا د منلو نه ده چې روسیه یا چین پرېښودل شي چې په تشیال کې مخکښ وي.

هغه زیاته کړه، چې فدرالي ادارو ته به د تشیالي تګ راتګ د مدیریت لپاره داوسمهالي یا ماډرن چوکاټ جوړولو لارښوونه وکړي.

ډ‌ونلډ ټرمپ وايي، دا نوی ځواک به له هوايي ځواکونو بېل خو ور سره یو شان وي.

خو دمګړۍ مالومه نه ده چې دا نوی تشیالي ځواک به څه بڼه ولري او څه به وکړي.

دا مهال د امریکا پوځ پنځه څانګې لري چې ځمکني، هوايي، سمندري، سمندري وسلوال او سمندري پوله ساتي پکې راځي.

که څه هم پکار ده چې د امریکا د نوي ځواک د جوړېدو لپاره د دغه هېواد پارلمان طرحه تصویب کړي.

تشیالي صنعت

خو د امریکا ولسمشر له دې مخکې د تشیالي ملي شورا سره خبرو کې وویل: دا ځل به تر بیرغ او پل اېښودلو ډېر عمل وکړو. موږ اوږدمهالی شتون رامنځ ته کوو، اقتصاد ته پراختیا ور کوو او مریخ ته د تلو بنسټ ږدو.

ډونلډ ټرمپ خبر غونډې ته د اهم وویل، چې حکومت یې تشیال ته د توغندیو توغولو لپاره امریکا شتمنو ته حکومتي وسایلو کارولو اجاز ور کوي او په دې سره د نوي څرګندېدونکي تشیالي سوداګریز صنعت ملاتړ کوي.

"که تاسو موږ مریح ته رسوئ، موږ به خوشال شو او تاسو به لا ډېر مشهور شئ. دوی موږ رسولی شي او موږ به ټول کریډېټ یا ویاړ ور کړو".

هوډمن ولسمشر

په سپینه ماڼۍ کې د بي بي سي خبریاله تارا میک کلېوي وايي، کله چې ډونلډ ټرمپ پر سپوږمۍ، مریح او د هغه شاوخوا نړۍ خبرې کولې زه ختیځې کوټې ته مخامخ ولاړه وم.

نوموړې وايي، که څه هم هغه له دې خبرو خوند اخیست، په تېره چې پر تشیالي پوځ غږېده، خو نور کسان حیران معلومېدل.

کوټه کې شا ته کسانو خندل او نور دې ته حیران وو چې د ګډو ځواکونو لوی درستیځ جوزف ډنفو رډ - چې تازه دې دندې ته ولسمشر ګومرالی - څه خیال لري.

خو د تشیالي ځواکونو نظریه یو مخ نوې نه ده.

ډونلډ ټرمپ له دې مخکې هم په څو مناسبتونو کې وسلوالو ځواکونو ته د تشیالي ځواک په نوم د امریکايي پوځ د نوې څانګې د ور زیاتولو خبره کړې ده.

له هغه مخکې د امریکا دفاع وزیر ډونلډ رمزفیلډ پر ۲۰۰۰ کال د دې نظریې خبره کړې وه، خو څه ترې جوړ نه شول.