ولسمشر غني: طالب مشر سره هر ځای خبرو ته چمتو یو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هلمند سولې کاروان غړو کابل کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې له هغه نه د سولې لپاره د ټینګو هڅو غوښتنه وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که چېرې وسلوال طالبان روان لس ورځنی اوربند ته مثبت ځواب ووايي. په وینا حکومت چمتو دی له طالبانو سره یو کلن اوربند اعلان کړي.

ولسمشر دا خبره نن ناوخته په پلازمېنه کې د حضوري چمن په سیمه کې په هغه غونډه کې وکړه چې له هلمنده تر کابله د سولې کاروان لخوا جوړه شوې وه

.

له هلمنده تر کابله د سولي حرکت یو مشر خیبر اقبال ولسمشر ته د دغه کاروان پرېکړ لیک وړاندې کړی.

ولسمشر غني وویل، 'د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله که هرځای وغواړي موږ د سولې په اړه خبرو ته ورسره چمتو یو. '

غونډې ته وینا کې ولسمشر غني وویل:

"که طالب مشر د کندهار خرقه شریفه کې له موږ کېناستل غواړي یا کومه بله دښته یا غره کې، موږ خبرو ته ورته حاضر یو."

د محمد اشرف غني غوښتنه دا وه، چې طالبان دې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي. ده وویل:

"موږ اوربند اعلان کړ او که اوربند حل لار وي تر یوه کاله یې غځولی شو."

نوموړي وویل، طالبان چې درې ورځې اوربند کولی شي، ولې یې یو کال نه کوي؟

د سولې کاروان د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسېد.

ده وویل، که طالبان واک ته رسېدل غواړي، د ټاکنو دروازه ورته پرانیستې ده او ټاکنو کې دې ګډون وکړي.

 

د هلمند د سوله غوښتونکو کاروان تر ۳۶ ورځني مزله او ۷۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته جون میاشتې پر ۱۸ مه کابل ته رسېدلی دی. د دغه اوه کسیز سوله ییز خوځښت د غړو شمېر تر ۱۰۰ رسېدلی دی.

د روژې لوږې او تندې د دغو سوله غوښتونکو مزل اوږد کړ او کابو ۳۶ ورځې یې پلی مزل وکړ.

دوی د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو هم را تېر شول او په هر کلي او بانډه کې یې د سولې په بهیر کې د همکارۍ نعرې ووهلې.

د دغو سوله غوښتونکو په ډله کې داسې کسان هم شته چې جګړو زیانمن یا معلول کړي دي.