غني د اوبو وزیر منفکه کړ؛ عبدالله بیرته وټاکه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

څو ساعته وروسته له هغه چې ارګ له دندې نه د اوبو او انرژۍ د وزیر، علي احمد عثماني، د ګوښه کولو فرمان خپور کړ د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرايي مشر وویل چې ښاغلی عثماني به خپلې دندې ته دوام ورکړي.‌

لمړی ارګ د شنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني فرمان خپور کړ چې پکښې ویل شوي چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې پر بنسټ، د اوبو او انرژۍ وزیر له دندې ګوښه شوی او د وزارت مرستیال به د سرپرست په توګه کار وکړي.

ورپسې، اجرائیه مشر، عبدالله عبدالله، پر خپل رسمي فیسبوک ولیکل چې ښاغلی عثماني به د وزیر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي

.‌

ښاغلي عبدالله د اوبو او انرژۍ وزیر په چارو کې خورا بریالی بللی او لیکلي دي چې هیواد ته د ولسمشر غني تر راتګ وروسته به د هغه د سرنوشت په د ملي یووالي د حکومت له روحیې سره سم پریکړه وشي.‌

ولسمشر غني اوسمهال په چین کې په رسمي سفر بوخت دی او ښاغلی عبدالله هم بریتانیا ته په رسمي سفر تللی.‌