د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی مشرتابه خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې په ټول هېواد کې د دوی په وینا پر کورنیو مخالفینو بریدګر عملیات ودروي.
خو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر بهرنیو ځواکونو به د دوی بریدونه روان وي.
وسلوال طالبان دا هم وايي، که افغان ځواکونه په دغو ورځو کې پر دوی بریدونه وکړي، نو ځواب به یې وايي
:
"ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کیږي چې د کوچني اختر په اوله دوهمه اودریمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلي مخالیفینو پرضد تعرضي عملیات ودروي، خو که په مجاهدینو تعرض وشي کلکه دفاع دې کوي".
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د دې پرېکړې هرکلی کړی او وايي طالبان دې د علماوو او افغانانو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او په افغانستان کې د جنګ پای ته رسولو باندې دې ډېر تمرکز وکړي.
دا اعلان په داسې وخت کې شوی، چې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د روژې له اووه-ویشتمې د کوچني اختر تر پینځمې پورې اوربند اعلان کړ.
د افغان ولسمشر یو ویاند شاه حسین مرتضوي د وسلوالو طالبانو د اوربند هرکلی کوي او ښه پیل یې بولي.
نوموړی هیله لري چې راتلونکي کې دا اوربند په لا ډېرو چانسونو بدل شي:
"که یوه ګړۍ هم د افغانستان یوه برخه کې اوربند وي، د همدې یوې ګړۍ لپاره هم خلکو ته خوشالي لرلی شي".
د بندیانو خوشي کول
د وسلوالو طالبانو په بیان کې دا هم راغلي چې د دې ډلې په بندیخانو کې بندیانو ته له خپلوانو سره د لیدلو زمینه برابره شي:
"چې څومره بندیان دي، هغه که جنایي وي که جنګي، د اختر په شپو ورځوکې دې مجاهدین د خوښیو سهولتونه او د امکان په صورت کې له کورنیو سره د ملاقاتونو زمینه ورته مساعده کړي".
په اعلامیه کې د وسلوالو طالبانو د نظامي کمېسون پر "مسئولانو او د ولایاتو والیانو" غږ شوی چې که کوم بندیان د "دوښمن" په لیکه کې او د طالبانو پرضد د نه درېدرو ضمانت ور کولی شي، نو د خوشي کولو لپاره به یې د طالبانو مشر تصمیم ونیسي.
افغان ولسمشر د اوربند په تړاو د عالمانو له وړاندیز وروسته، تېره پنجشنه په یوه وېډیويي پیغام کې وویل، د روژې له ۲۷مې نېټې د کوچني اختر تر پنځمې پورې پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات دروي.
په ورته مهال هغه دا هم وویل، چې د داعش او نورو نړیوالو ترهګرو شبکو پرضد به عملیات دوام لري.
که څه هم د ښاغلي غني دا پرېکړه له هرکلي سره مخ شوه او له وسلوالو طالبانو هم د ورته ګام هیله کېده، خو ځینې سیاستوالو یې مخالفت هم وکړ.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح په خبره، ښايي دغه اوربند ډېرې خونړۍ او بوږنوونکې پایله ولري.
غبرګونونه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د طالبانو د دغه لنډمهالي اوربند هر کلی کړی دی. یوناما په خبرپاڼه کې ویلي په افغانستان کې روانې شخړې پوځي حل نه لري او تمه ښيي چې دا اوربند د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو لپاره ښه ګام شي.
په افغانستان کې د جرمني سفارت هم د طالبانو د اوربند هرکلی کړی دی او وايي دا د سولې اوږدمهاله خبرو لپاره ښه پیل دی.
ډېرو افغان کارنو هیله ښودلې چې دغه اوربند دایمې اوربند او سولې ته لار برابره کړي.
د ناټو او امریکا غبرګون
که څه هم وسلوال طالبان وايي، دغه اوربند یواځې د افغان ځواکونو لپاره دی، خو واشنګټن پوسټ ورځپانه د امریکا د دفاع وزیر جېم مټېس له قوله لیکي، د افغان حکومت د اوربند پر مهال پر طالبانو بریدونه نه کوي.
د سولې عالي شورا غبرګون
د حکومت د اوربند په ځواب کې د طالبانو لخوا د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کوو. دا د سولې لپاره بې ساري اقدامات دي. هيله من يو چې دغه دوه اړخيز اوربند دوامداره شي او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو لپاره زمينه برابره کړي. بين الافغاني مذاکرات تر ټولو ښه حل لاره ده.
پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پر ټویټر د طالبانو له خوا درې ورځني اوربند ته په غبرګون کې لیکي:
په اختر کې د طالبانو له لورې د افغان امنیتې ځواکونو سره د اوربند او همدارنګه د اسیرانو خوشې کولو اعلان هیله بخښونکی دی. هیله ده چې پدی مبارکو ورځو کې د افغان وینې نه تویدنې خوند دومره زورور شي چې د راتلونکې اختر څخه ورسته ټولې ورځې د افغانانو اوږد او دایمي د سولې اختر اعلان شي.
جېم مټېس د جمعې په ورځ (د جون ۷) په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ناسته کې خبریالانو ته وویل، اوس چې افغان دولت د یوې اونۍ لپاره له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړی، د امریکا پوځ ته به په دې موده کې فرصت په لاس ورشي چې د طالبانو پر ضد د خپلو هوایي عملیاتو ته دمه وکړي او ټول پام د داعش ډلې پر ضد عملیاتو ته واړوي.
د طالبانو نه مننه چې په اختر کې یې دري ورځې اوربند اعلان کړ.
د حکومت اوه ورځې او د طالبانو دري ورځې اوربند، افغانانو ته ډیرې هیلې او حوصله ورکوي.
د سولې تږي یو!
د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ (د جون پر اتمه) د دې ټولنې د سر منشي ینس ستولتنبرګ د افغان حکومت لخوا له طالبانو سره د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل، دا پرېکړه ښيي چې افغان حکومت د خبرو اترو له لارې د روان کړکېچ د اواري په هکله جدي دی.