منظور پشتین: په خیبر پښتونخوا کې د فاټا د ورګډېدو په اړه زمونږ دریځ بې طرفه دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي ام) مشر منظور پشتین وايي، دوی له خیبر پښتونخوا سره د فاټا د یوځای کېدو په اړه بې طرفه دي او په داسې مسلو کې نه ښکېل کیږي د کومو له امله چې پښتانه وېشل کیږي.

منظور پشتین په ټولنیزې رسنۍ فیسبوک باندې په ژوندۍ بڼه په دې اړه د ګل یا دوشنبې په ورځ خپلو خبرو کې وویل:

(د پي ټي ام په غوښتنو کې له لومړۍ ورځې، نه د فاټا د یوځای کېدو په اړه څه راغلي او نه هم د جلا صوبې په توګه د فاټا د پاتې کېدو په اړه، نو ځکه زه په خپله یې نه ملاتړ کوم او نه یې مخالفت کوم.)

منظور پشتین د خپلو خبرو په دوام وویل، د فاټا د یوځای کېدو په مسله د پښتنو رایې په کابو دوه مساوي برخو (۵۰/۵۰) وېشل شوي او زه نه غواړم د پښتنو ترمنځ دغه د نظر توپیر د پښتون ژغورنې د غورځنګ دریځ ته راشي.

ده زیاته کړه، دا د خلکو قانوني حق دی چې د فاټا په اړه موافق یا مخالف نظر څرګند کړي خو دا په داسې بڼه نه چې ددغو دوو نظرونو درلودونکي پښتانه دې بیا پرې په خپلو کې بې اتفاقي وکړي.

ښاغلی پشتین وايي:

(زمونږ د یوالي (اتفاق) د ورانولو لپاره ډېر غټ غټ پلانونه جوړیږي خو مونږ باید خپل یوالی او اتحاد ماتېدو ته پرې نږدو.)

نوموړي یوځل بیا د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر غوښتنو باندې ټینګار وکړ او وویل چې لا تر اوسه د سلګونو پښتنو قاتل راه انوار او د طالبانو مشر احسان الله احسان د زندان پرځای په بنګلو کې اوسېږي.

ده وویل، د پي ټي ام غورځنګ چې د کومو غوښتنو لپاره پیل شوی او اوس دومره ستر شوی دا به هېڅکه له څرګندو مثبتو پایلو پرته ختم نشي ځکه پښتنې خویندې او میندې ورته له خپلو اوښکو سره انتظار باسي.

که څه هم له خیبرپښتونخوا صوبې سره د پاکستان د قبایلي سیمې فاټا د یوځای کېدو (انضمام) قانوني مسوده د پاکستان په پارلمان کې پاس او د خیبرپښتونخوا د حکومت لخوا لاسلیک شوې خو ددغې مسودې په اړه د یو شمېر سیاسي ګوندونو سره سره ګڼ قبایل مخالفت څرګندوي.

د افغانستان حکومت هم د فاټا د یوځای کېدو په اړه مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې له انګرېزانو سره د شوي تړون له مخې که په فاټا کې هر ډول بدلون راوستل کیږي نو باید د افغان حکومت اجازه ورسره وي.

بل لوري ته د پښتنو د ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود وي او اې ډیوې سره په خبرو کې ویلي دي چې د خیبرپښتونخو او فاټا د یوځای کېدو وروسته به پښتانه بلوچستان هم له ځانه سره یوځای کوي او په دې توګه به د پاکستان ټول پښتانه د یوې صوبې لاندې راټولیږي.

په هرصورت، له خیبرپښتونخوا سره د فاټا د یوځای کېدو قانوني مسوده د پاکستان د ولسمشر (صدر) لخوا تر لاسلیک کېدو وروسته په یو قانون باندې بدلیږي او که فاټا له خیبرپښتونخوا سره په عملي توګه یوځای شي نو لږ تر لږه په فاټا کې به د اف سي ار په نامه د انګریز د وخت تور قانون پای ته ورسیږي.

خو دا چې دغه ادغام به د افغانستان او د پاکستان د حکومتونو ترمنځ په موجوده بې خونده اړیکو نور څومره ناوړه اغیز وکړي دا به په راتلونکي وخت کې روښانه شي.