قبایلي مشران: د پاکستان د پارلمان پرېکړه غندو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په کابل کې د قبایلي سیمو د قومونو استازو د سه شنبې پر ورځ په یوه غونډه کې د پاکستان د پارلمان هغه پرېکړه وغندله چې پر بنسټ به یې قبایلي سیمې په خیبر پښتوانخوا ایالت کې ورګډې شي.

د بېلابېلو قومونو دغو استازو د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د پښتون مېشتو سیمو خپلواکي باید سلب نه کړي.

دې مشرانو همدا رنګه ګواښ وکړ چې که پاکستان خپله پرېکړه بېرته وا نخلي، دوی به پراخې مظاهرې وکړي او ملګرو ملتونو ته به هم په دې اړه شکایت وکړي

.

افغان حکومت هم د پاکستان دغه پرېکړه یو اړخیزه بللې وه او ویلي یې وو چې د پاکستان د قبایلي سیمو په اړه چې هره پرېکړه کېږي باید د یادې سیمې له خلکو سره په همږغۍ او افغان دولت سره په موشره وشي.

د دغو قومونو استازي هغه کسان دي چې څو کاله مخکې د پاکستاني پوځ له خوا په خیبر، کُرمه، باجوړ، مومند، اورکزی، شمالي او جنوبي وزیرستان اېجنسیو کې د د پاکستاني پوځ د عملیاتو پرمهال د افغانستان خوست او پکتیا ته کډه شوي وو.

په افغانستان کې د قبایلو قومونو د اتحادیې مشر زرجان شینواري په یاده غونډه کې وویل، د قبایلي سیمو په اړه د پاکستاني پارلمان پرېکړه ور ته د منلو وړ نه ده.

د ډیوړند کرښې هغې غاړې د مومند ایجنسۍ یوه قومي مشر نورالله خان مومند بي بي سي ته وویل، پاکستان په زور نه شي کولای خپلې پرېکړې پر دوی ومني او دوی به د خپلو حقوقو تر لاسه کولو لپاره پراخې مظاهرې وکړي.

د پاکستان پارلمان یوه اونۍ مخکې پرېکړه وکړه چې د دغه هېواد قبایلي سیمې له خیبرپښتونخوا سره یو ځای کړي.

دغه پرېکړه د دوشنبې پر ورځ د پاکستان د ولسمشر لخوا لاسلیک هم شوه.

خو افغان حکومت ویلي، په ۱۹۲۱ میلادي کې د برېتانیوي هند او افغان واکمنو تر منځ د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ د قبایلي سیمو په اړه په هر پرېکړه کې باید د قبایلو، افغانستان او پاکستان حکومتونو نظر په پام کې ونیول شي.

افغان حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قبایلي سیمو د قومونو غوښتنې به تر ملګرو ملتونو ورسوي.

خو اسلام اباد یې په غبرګون کې ویلي، کابل د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

د ډیوړند کرښې پر سر تړون په ۱۸۹۳ میلادي کال کې د افغان پاچا امیر عبدالرحمان خان او برېتانیاوي هند د هغه مهال د وزیر تر منځ لاسلیک شوی و.

خو افغان حکومت لا تر اوسه دا کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه نه ده منلې.