د ۱۴ ولایتونو لپاره نوي امنیه قومندانان ټاکل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ۱۴ ولایتونو لپاره نوي امنیه قومندانان ټاکلي. چارواکو ویلي؛ نوې ګومارنې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او له اداري فساد سره د مبارزې په هدف شوي دي.

دغه ۱۴ نوي امنیتي چارواکي هریو د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا تر ارزونو وروسته هغه هم په مشروط ډول پر دغو مهمو امنیتي دندو وګومارل شول. چارواکي وایي؛ دغو امنیه قومندانانو ته پنځه میاشتې وخت ورکړل شوی چې په عمل کې هم خپله وړتیا ثابته کړي. لومړی ځل چې افغانستان کې د پولیسو قومندانان په ازمایښتي ډول ګومارل کېږي

.

"له درېیو تر پنځو میاشتو ازمایښتي دوره چې تاسو ته په پام کې نیول شوې، پردې ما او ولسمشر سلا وکړه. موږ ارزونه کوو، که تاسو په دې موده کې په خپل کار کې بریالي وئ او موږ بدلونونه ولیدل، نو په همغه ولایت کې د پولیسو مشر پاتې کېږئ. که مو ملاتړ ته اړتیا لرله موږ درسره یو، خو له فساد سره مبارزه د یوه اصل په توګه په پام کې ونیسئ".

د کورنیو چارو وزارت په وینا دغه قومندان به ډېر ژر د هرات، کندوز، غزني، فاریاب، خوست، لوګر، بدخشان او ځینو نورو ولایتونو کې خپل کار پیل کړي.

د پولیسو د ۱۴ نویو امنیه قومندانانو نوملړ

 

نوم

د دندې ځای

۱

عبدالباقي نورستاني

د کندوز امنیه قومندان

۲

امین الله امرخېل

د هرات امنیه قومندان

۳

عبدالرحمن اقتاش

د تخار امنیه قومندان

۴

اخترمحمد نورزی

د خوست امنیه قومندان

۵

نبی جان ملاخېل

د فاریاب امنیه قومندان

۶

عبدالقیوم باقي زوی

د سرپل امنیه قومندان

۷

محمد ابدالی

د لوګر امنیه قومندان

۸

عبدالرؤوف ارزګانی

د لغمان امنیه قومندان

۹

فرید مشعل

د غزني امنیه قومندان

۱۰

سید عباس سادات

د نورستان امنیه قومندان

۱۱

محمد صابر

د بدخشان امنیه قومندان

۱۲

غلام سخي غفوري

د دایکندي امنیه قومندان

۱۳

احمد فهیم قایم

د بادغیس امنیه قومندان

۱۴

حق‌ نواز

د کونړ امنیه قومندان

     

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مراد علي مراد وویل؛ اوسمهال د ولایتونو او کابل ترمنځ د راپور ورکولو، لوژستیکی، اداري او ارزونې سیسټم ستونزې لري او د پولیسو نوي چارواکي باید د امنیه قومندانیو عملیاتي او اداري پرمختیا لوړه کړي:

"باوري یم چې نویو دندو ته زموږ د هم مسلکانو ورتګ به د جګړې په ډګر کې زموږ د سرتېرو ژوند ساتنې او د پولیسو قطعو او جزوتامونو په اداري او تامیناتي چارو کې یو نوی پړاو پیل کړي."

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ولایتونو د امنیت آمریتونو لپاره هم تحریري ازموینه اخیستل شوې او ډېر ژر به تجربه لرونکي او وړ کسان پر دندو وګومارل شي.

آمریتونو لپاره هم تحریري ازموینه اخیستل شوې

د کورنیو چارو وزارت له هغو دولتي ادارو دی چې د پراخ فساد د شتون ادعاوې پرې کېږي. تېر کال ولسمشر محمد اشرف غني دغه وزارت د فساد زړه وباله.

پر کورنیو چارو وزارت عمده تور دا و چې ګومارنې رڼې نه دي او لوړ پوسټونه د پیسو په بدل کې ورکول کېږي. اوس حکومت وایي؛ د رڼو ګومارنو په پایله کې به فساد لمنځه یوسي.