منظور پښتین او ملګرو ته یې الوتکه کې کراچۍ ته د تلو اجازه ور نه کړل شوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

‎د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر او ځوان مبارز منظور پښتین ته له دریو نورو ملګرو سره د اسلام اباد په هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر کراچۍ ته د تګ اجازه ور نه کړل شوه او اوس څلور واړه ملګري د سړک له لارې کراچۍ ته روان شوي دي.

هلته په کراچۍ کې بیا د یاد غورځنګ یوشمېر فعالان امنیتي اورګانونو او استخباراتو نیولي دي

.

‎تر هغه وروسته چې د اسلام اباد له هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګره راوګرزول شو، منظورپښتین د ټيليفون پر کرښه بي بي سي ته وویل، لومړی ټکټ یې د "سیرین" په نامه په یوې الوتکه کې کړی و چې د هغه تر انکار وروسته یې په شاهین الوتکه کې وکړ خو هغوی هم ورته انکار وکړ.

ښاغلی پښتین وايي، تردې وروسته یې درېیم ځل په سېرین الوتکه کې بل ټکټ وکړ خو په هغه کې یې هم ورته انکار وکړ.

منظور پښتین او ملګري یې تر اسلام اباد هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر وروسته لاهور ته ولاړل خو وایي،، د لاهور له هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر سره نژدې د تالاشۍ په پلمه دوه ساعته درول شوي وو، او چې الوتکه ولاړه، بیا پرې ښودل شول.

‎د ژغورنې غورځنګ مشر زیاتوي، د پاکستان د امنیتي اورګانونو له لوري له وزیرستانه نیولې تر کراچۍ او ان پېښوره پوري دوی د فعالانو نیونې او ځورونې روانې دي.

د ښاغلي پښتین په خبره، په کراچۍ کې یې څلور فعالان چې ددغه ښار کمېشنر د خبرو لپاره وربللي وو، د هغه له دفتره استخباراتو پورته کړي او تر اوسه یې هېڅ درک نشته. نوموړی زیاتوي، شپږ فعالان یې په حیدراباد کې نیول شوي دي.

بل لور ته په اسلام اباد کې د هوايي شرکتونو سرچینو بي بي سي ته ویلي، دوی ته امر شوی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او فعالانو ته دې ټکټونه نه ورکوي، خو دا سرچینې وايي دوی په دې نه پوهېږي چې دا امر چا او ولې ورته کړی دی.

‎د پښتون ژغورنې غورځنګ چې سبا یکشنبه یې په کراچۍ ګې د ولسي غونډې اعلان کړی، وايي د پاکستانیو استخباراتو، د کراچۍ رینجر ځواکونو او پولیسو له لوري یې فعالان په یوه بل نامه ځورول کېږي او نسول کېږي.

‎تردې وړاندې د یاد غورځنګ د ځينو مخکښانو پر ضد د کراچۍ په دریو پولیسو تاڼو کې رپوټونه ثبت شوي و چې د کراچۍ پولیسو په خبره دې مخکښانو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ پر ضد ویناوي کولې.