سیګار: د افغان امنیتي ځواکونو شمېر کم شوی دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارنوال یا سیګار په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر په ناڅاپي ډول کم شوی دی.

سیګار وایي، د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د سرتېرو وتل او درنه مرګ ژوبله د دې کموالي مهم لاملونه دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت د سیګار دا ادعاوې ردوي

.

د دې وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته ویلي، دوی د هېواد په لر او بر کې د وسله والو مخالفینو پر ضد جګړې لپاره په کافي اندازه ځواکونه لري.

سیګار په خپلو وروستي رپوټ کې ادعاوې کوي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو په شمېر کې ۱۰ سلنه کم والی راغلی، او اوسنی شمېر یې تر ۳۰۰ زرو کم دی.

د سیګار مشر جان سوپکو ویلي، د افغان امنیتي ځواکونو شمېر ډېرول او دوی پر خپلو پښو درول د امریکایي حکومت لپاره لومړیتوب لري. له همدې کبله دوی د خپل وروستي رپوټ د موندنو په اړه اندېښمن دي.

په رپوټ کې راغلي، د هغو ولسي وګړو شمېر هم ډېر شوی چې اوس د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي.

همدا ډول وسله وال طالبان او نورې دولت مخالفې ډل د پخوا هر وخت پرتله پر ډېرو سیمو کنترول لري.

د روان کال په پيل کې د بي بي سي لخوا یوې ترسره شوې څېړنې هم ښودلې وه چې افغان دولت یوازې د هېواد په دېرش سلنه خاوره بشپړ کنترول لري.

افغان دولت هغه مهال د دې څېړنې موندنې رد کړې وې.

خو د سیګار رپوټ په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د وسله والو مخالفینو بریدونه او پوځي عملیات په دې وروستیو کې ډېر شوي، او له کبله یې افغان ځواکونو ته سخته مرګ ژوبله ور اوښتې.

بل لور ته پر افغان ولسي وګړو هم د وسله والو بریدونه ډېر شوي، او یوازې په تېره اپرېل میاشت کې په پلازمېنه کابل کې تر ۱۰۰ ډېر ولسي وګړي او خبریالان په جلا برېدونو کې ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د خبلې نوې ستراتیژۍ د اعلانولو پر وخت وویل، په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر ډېروي، او تر هغې به دې هېواد کې پاتې کېږي چې روانه جګړه یې ګټلې نه وي.