وردګ: د ملي شورا او حکومت تر منځ ښې اړیکې سیاسي ثبات تضمینولی شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او د ولسمشر ارشد سلاکار غلام فاروق وردګ نن د مشرانو جرګې عمومي ناستې ته د خبرو پر مهال وویل چې د ملي شورا او حکومت تر منځ ښې اړیکې کولی شي د هېواد سیاسي ثبات تضمین کړي

.

نوموړي چې د مشرانو جرګې د دارالانشاء د عمومي رییس عبدالمقتدر ناصري د معرفۍ په تړاو جوړو شویو مراسمو کې خبرې کولې وویل؛ چې د دری ګونو په ځانګړې توګه د اجراییه او مقننه قواوو تر منځ ښې اړیکې او ښه همغږي کولی شي د هېواد سیاسي ثبات تضمین او پر روانو حالاتو مثبت اغېز وښندي.

ښاغلي وردګ عبدالمقتدر ناصري یو پیاوړی او با استعداده شخص وباله او هیله یې څرګنده کړه چې نوموړی به د مشرانو جرګې د دارالانشاء ریاست چارې په ډېره ښه توګه پر مخ یوسي.

د وردګ په خبره؛ مقتدر په تېرو شپاړسو کلونو کې د نوي نظام په جوړښت کې رغنده رول لوبولی او ډاډ یې څرګند کړ چې نوموړی به د دری ګونو قواوو په ځانګړې توګه د اجراییه او مقننه قواوو تر منځ پیاوړې اړیکې جوړې کړي، چې په خبره یې دغه اړیکې به د هېواد د سیاسي ثبات په تضمین کې رغنده او مهم رول ولوبوي.