ترکیې زرگونه افغان کډوال په زوره شړلي- بخښنې سازمان

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بخښنې نړیوال سازمان وایي په زرگونو افغانان چې د زور زیاتي په وجه له هیواد نه ترکیې ته تللي د روانې میاشتې له لومړیو څخه بېرته افغانستان ته استولي او په زرگونو نور هم د بیرته لیږلو له گواښ سره مخامخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ترکي رسنیو او چارواکو له لورې د ورکړل شویو شمیرو له مخې وایي، د اپریل د میاشتې له لومړیو څخه چې افغانستان او ترکیې د افغانانو د بیرته استولو تړون لاس لیک کړی شاوخوا ٧١٠٠ افغانان په ترکیه نیول شوي او بیرته هیواد ته ستانه کړای شوي دي

.

د اروپا او منځنۍ اسیا لپاره د بخښنې د نړیوال سازمان مسؤل دانیل بالسن د نیوزویک مجلې ته ویلي "هغه پناه غوښتونکي چې په زور افغانستان ته استول کیږي د سخت خطر سره مخامخ دي. دا یو گمان ندی بلکه درج شوی حقیقت دی".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې افغانستان د پراخ تاوتریخوالي او شخړو سره مخامخ دی او د بیرته استول شویو مهاجرو امنیت نشي تامین کولای.

ترکي مقاماتو ویلي دي چې افغان پناه غوښتونکي په خپله خوښه هیواد ته ستنیږي، خو د بخښنې نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې افغان مهاجر د ترکي مقاماتو له لورې د داسې اسنادو لاس لیک کولو ته مجبوریږي چې په ترکي ژبه لیکل شوي.

دغه سازمان رپوټ ورکړی چې اکثر افغان پناه غوښتونکي د ترکي ژبې سره د نابلدۍ په وجه دغه اسناد چې له مخې یې دوی په خپله خوښه بیرته هیواد ته استول کیږي په ناپوهۍ لاس لیک کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې همدا اوس لږ تر لږه ۲۰۰۰ افغان پناه غوښتونکي په عثمانیه ولایت کې په دوزیچي کمپ کې او په سلگونو نور د ترکیې په ختیځ کې د ارزوروم ولایت په توقیف ځای کې بندیان دي. د بخښنې نړیوال سازمان اندیښنه ښودلې داسې نه چې ددغو افغانانو توقیفول اجباري او غیر قانوني وي.

په ترکیه کې د بل هر هیواد په پرتله زیات شمیر مهاجر اوسیږي. د ترکیې د کورینو چارو وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه یواځې درې میلیونه سوري مهاجر اوسیږي. دې وزارت په تریکه د افغان مهاجرو شمیر شاوخوا ۱۵۰ زره تنه ښودلی دی.