منظور پشتین: ترخې خبرې کوو، پستې خبرې څوک نه اوري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر منظور پشتین وايي، پښتنو مشرانو له ۱۵ کلونو راهیسې پستې خبرې کوي، خو څوک یې نه اوري، ځکه دا غورځنګ د خپلو حقونو غوښتلو لپاره ترخې خبرې کوي.

منظور پشتین دا خبره، په هغه جرګه کې وکړه چې د حکومت په غوښتنه د دوی د ستونزو اورېدلو لپاره قومي مشرانو جوړه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د دې جرګې تر منځ د خبرو اترو لړۍ نن قبایلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې پيل شوه

.

په دې جرګه کې د پي ټي ايم پر هغو غوښتنو فکر کېږي چې حکومت ته يې وړاندې کړې دي، چې منلو ته يي زمينه برابره کړي.

په لومړۍ ناسته کې د جرګې د غړو ټاکلو پريکړه وشوه چې د هرې ايجنسۍ دوه دوه مشران، حکومتي چارواکي، د پي ټي ايم مشران او د قبایلي سيمې د قامي اسملۍ غړي پکې دي.

"د پي ټي اېم خبره ترخه ده"

 

جرګې ته په وينا کې منظور پشتين وويل: دا ډيره دا خوښي خبره ده چې دغه جرګه پيل شوه ځکه ستونزې په خبرو حل کېږي.

د هغه په خبره، پښتانه د ډيرې مودې راهيسې ځورول کېږي او څوک يې هم ستونزو حلولو لپاره ګامونه نه پورته کوي۔

هغه وايي بايد د پي ټي ايم خبره ترخه وي:

"وجه يې دا ده چې له تيرو ۱۵سو کالو راهیسې زموږ مشران پستې خبرې کوي خو چا هم نه دي اوريدلې".

د نوموړي په خبره، اوس چې پي ټي ايم د پښتونو د ستونزو اوارولو او حقونو غوښتلو لپاره هڅې کوي، نو رسنيو کې هم د پښتون په ستونزو خبرې پيل شوې:

"ولس هم پر دې پوهه شو چې بايد نور پاڅو او غږ پورته کړو".

"د منظور غوښتنې قانوني دي"

 

د قامي اسمبلۍ غړي الحاج شاه جي ګل- چې د دغې جرګې کوربه هم دی- جرګې ته په خپله وينا کې وويل دغه جرګه به اوس کيني او خبرې به کوي:

"د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران چې کوم چارواکي غواړي که له حکومته وي، که د پوځ او يا ګورنر وي نو ورته بي يې راولو چې خبرې ورسره وکړي ".

ښاغلی شاه ګل زیاتوي حکومت د جرګې له غړو سره ژمنه کړې چې د پي ټي ايم قانوني غوښتنې به منل کېږي.

منظور پشتین هم تل په خپلو ناستو کې وايي، دوی د پاکستان له حکومت هغه حقونه غواړي، چې اساسي قانون ور کړي.

ښاغلی شاه ګل هم ورته خبره کوي:

"د منظور غوښتنو کې داسې څه نشته چې ناقانونه وي او هيله ده چې حکومت به يې ومني".

"پوځ رسنیو ته یو څه موږ ته بل څه وايي"

تېره سه شنبه په پېښور کې د پاکستاني پوځ کور کمانډر یا فرقه مشر ډګر جنرال نذیر احمد بټ له ځايي خبریالانو سره خبرو کې ویلي وو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې غوښتنې به ومني:

د هغه په خبره، که منظور پښتین غوسه هم وي، بیا به يې هم اوري.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین د دې په ځواب کې له بي بي سي پښتو سره خبرو کې وویل، د پاکستاني پوځ خبرې له دوی سره یو ډول او له رسنیو سره بل ډول دي.

منظور پښتین وايي، د پنجاب په لاهور کې د دوی تر ولسي غونډې څلور ورځې وړاندې د ځينو قبایلي مشرانو په استازيتوب یوه جرګه کې پوځ له دوی سره ژمنه کړې وه، چې پر دوی به تشدد نه کوي او غونډې ته به يې پرېږدي.

ښاغلی پښتین وايي، بیا هم دوی په لاهور کې د دوی فعالان ان ښځې لا ونیولې، تشدد يې پرې وکړ او ويې ځورولې.