ټورنټو کې موټر برید ۱۰ کسان وژلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کاناډا کې پولیس وايي، د دغه هېواد ټورنټو ښار کې په یوه لوی سړک پر لارونیو موټر خېږولو سره لس کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.

تورن کس الېک میناسیان بلل شوی چې ۲۵ کاله عمر لري.

پولیس وايي له پېښې وروسته میناسیان لږ منډه وکړه خو پولیسو ونیو

.

د پېښې یوه شاهد رضا هاشمي بي بي سي ته ویلي چې موټروان اول د سړک غاړې ته پر پلې لار پر خلکو موټر وخېږاوه بیا سړک ته تاو شو لږ مخکې یې بیا ورته کار وکړ.

تورن له پولیسو سره لږ مقابله هم کړې.

ویډیويي انځورونه ښيي چې موټروان پولیسو ته یو څه نیولي او د هغوی سره یې مقابله ښيي.

خو امینتي چارواکي چغې وهي چې پر ځمکه څمله.

دا سړی له ډز پرته نیول کېږي.

پلټنې

د ټورنټو د پولیسو مرستیال پیټر پوین وايي، د موټروان په هکله پلټنې کوي او له شاهدانو هم غواړي چې په دې تړاو ښکېل شي.

تراوسه دا نه دي ویل شوې چې پېښه قصدي وه.

د پېښې ټپیان ساني بروک روغتون ته لېږدول شوي دي.

له پېښې وروسته چارواکو له خلکو وغوښتل چې د پېښې ځای ته نږدې نه شي.

په دغه سیمه کې د مترو تګ راتګ هم بند شوی دی.

انځورونه ښيي، چې وسلوال پولیس او مرستندویان د پېښې قربانیانو ته د مرستې لپاره سیمې ته ځي.

د ټورنټو د پولیسو ویاند ګري لانګ له ګلوبل نیوز سره خبرو کې ویلي: موټر له سړک ووت پلې لار کې پر خلکو وخوت.

د لومړي وزیر پيغام

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو په ټوېټ کې لیکي: له ټولو هغو کسانو سره خواخوږی یم چې د یانګ او فینج سړک یو ځای کېدو سیمه کې له پېښې اغېزمن دي.

هغه د امنیتي ځواکونو او مرستندویانو مننه هم کوي او زیاتوي چې پېښه له نږدې څاري.

وروستیو کلونو کې په امریکا او اروپا کې پر لارونیو د موټر خېږولو پېښې زیاتې شوې دي.

د ۲۰۱۷ کال اکتوبر کې یو کس نیویارک کې پیکپه په باسیکل سپرو وخېږوله او اته کسان یې ووژل.