د کابل برید د وژل شویو شمېر ۷۰ ته پورته شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د کابل امنیه قومنداني د دغه ښار شپږمه حوزه کې د تذکرو وېش مرکز کې د پروني ځانمرګي برید مرګ ژوبلې په تړاو تازه شمېرې خپرې کړې.

دې ادارې بي بي سي ته د دوشنبې په ورځ وویل، په دې پېښه کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۱۲۰ ټپیان دي.

تېره ورځ روغتیا وزارت په دغه پېښه کې د ۵۷ کسانو وژل او ۱۱۹ ټپي کېدل منل

.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، برید ځانمرګی و او د پېژندپاڼو اخیستونکو کتار کې شوی دی.

که څه هم وسلوالو طالبانو له افغانانو غوښتي چې ټاکنو ګډون ونه کړي، خو د دې ډلې ویاند وايي، دغه برید دوی نه دی کړی.

ذبیح الله مجاهد په ټوېټ کې لیکلي، دا برید د دوی د وسلوالو کارنه دی.

داعش وايي، دا برید دوی کړی دی.

لیدلیو کتلیو بي بي سي ته ویلي ځانمرګي د پېژندپانې د وېش مرکز په ننوتلار کې چاودنه وکړه.

د دوی په خبره، د چاودنې پر مهال ډېر کسان د تذکرې ترلاسولو لپاره له ودانۍ بهر کتار ولاړ وو.

دوی دا هم وايي، چې په دغه ځای کې د تلاشي نشته او یواځې د تذکرې د وېشلو ننوتلار کې تلاشي کېږي.

شاهدان وايي، چې وژل شوي ډېری ولسي وګړي په تېره م اشومان او ښځې دي.

دا چاودنه په داسې مهال ده چې نږدې اونۍ مخکې افغان حکومت د پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه پرانیستل.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيو وايي چې راتلونکی ۱۳۹۷کال د چنګاښ پر۱۶ به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وشي.

د رای کارت اخیستلو لپاره تذکره هم اړینه ده او بې تذکرې دغه کارت نه ور کول کېږي.