منظور پښتین وايي د پښتنو د حقونو تر خوندیتوبه مبارزه کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


پراګ ـ د یکشنبې په ماښام د لاهور په موچي دروازه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه چې پکې زرګونو خلکو ګډون وکړ، د منظور پښتین په دې وینا پای ته ورسېده چې خپلې مبارزې ته به همداسې دوام ورکوي او د مې په ۱۲مه به په کراچۍ ښار کې پښتانه ټولوي.
اکثرو پاکستانيو رسنیو د پښتون ژغورنې د غورځنګ جلسې ته خبري پوښښ ورنه کړ، خو د ځینو نړېوالو رسنیو خبریالان هلته موجود ول. د جلسې له منځه ځینو ځوانانو د فیس بک له لارې ژوندۍ ویډیوګانې خپرې کړې

.
غونډې ته د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې دوی د اپرېل پر ۲۹مه په سوات کې هم جلسه کوي او دا مبارزه به د بښتنو د حقونو تر خوندیتوبه جاري ساتي.
د منظور پښتین د وینا مهمې برخې:
•    نور به په دې وطن کې د پښتون محکومیت ونه زغمو، پښتون دې بادار وي او په اقتدار کې دې شریک وي.
•     په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید تحقیقات دې وشي.
•    زموږ شهریت ته هغه کسان ګوته نیسي چې پخپله د دوو ملکونو شهریت لري. دا هغه پخواني جنرالان دي چې ملک کې یې پیسې د بیلا بېلو لارو نه ګټلي او اوس په ارامه په نورو ملکونو کې ژوند کوي.
•    تر هغې به خپله مبارزه جاري ساتو چې په نورو هیوادونو کې د مېشتو پخوانیو جنرالانو بهرنی تابعیت ختم کړو او دوی دلته راوغواړو.
•    پاکستانۍ رسنۍ د پرامنه خلکو خپرونې نه وړاندې کوي. د پښتنو پر شهیدانو څوک پاڅون نه کوي. هره ورځ مرو، خو څوک مو غږ نه اوري، څوک مو د حال پوښتنه نه کوی.
•    دوی (اسټبلېشمنټ) په رسنیو ځکه محدودیتونه لګول غواړي چې غواړي د خلکو ترۍ تم کولو ته، ماورای عدالت قتلونو ته دوام ورکړي.
•    د پنجاب د پولیسو لخوا زموږ د ملګرو د ګرفتاریانو د ناوړه اقدام غندو. څوک چې څومره ظلم کوي، حساب کتاب به ساتو او پوښتنه به یې کوو.
•    په ګرده نړۍ کې چې چا زموږ په حق کې غږ پورته کړی، مننه یې کوود پښتون ژغورنې غورڅنګ د لاهور جلسې ته د منظور پښتین ترڅنګ د غورځنګ نورو مشرانو، د پنجاب، د پاکستان ترواک لاندې کشمیر او بلوچستان فعالانو هم ویناوې وکړې. دوی ټولو د پښتون ژغورنې غورځنګ کړنې ستایلې او له حکومته یې د مطالباتو د پوره کولو غوښتنه کوله.
د پنجاب پولیسو د موچي دروازې د جلسې د امنیت لپاره ۶۰۰ سرتیري موظف کړي، څو سیارې پوستې یې جوړې کړې او کانټینرونه یې ځای پر ځای کړي ول.