کابل کې اماراتو جوړ کړی ښارګوټی پرانیستل شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغان حکومت او د متحده عربي اماراتو چارواکو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د شیخ زاید آل نهیان ښارګوټی، چې په کې ۳۳۳۰ آپارتمانونه شامل دي پرانیست.

په کندهار کې د عربي متحده اماراتو په ډیپلوماټانو له ترهګریز برید وروسته، ددې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې دا لومړی وار وو چې د اماراتو سفیر او د ابوظبۍ د پراختیايي صندوق مشر برخه اخېستې وه.

ولسمشر محمد اشرف غني یو وار بیا د اماراتو وژل شوو ډيپلوماټانو کورنیو ته تسلیت ووایه او وې ویل چې عربي متحده امارات په سخت وخت کې د افغانستان په خوا کې وو

.

ولسمشر غني د شیخ زاید النهیان ددغه ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې وویل "د اماراتو خصوصي سکټور به د افغانستان له خصوصي سکټور سره ګډې همکارۍ ته وهڅوو".

په کابل کې د اماراتو دا ښارګوټی ۳۳۳۰ د اوسېدو اپارتمانونه لري. ددې ښارګوټي کورونه نن مالکینو ته یې وسپارل شول.

د ښاري پراختیا وزیر سید منصور سادات نادري وویل چې دا پروژه په ۱۳۹۲ کال کې پيل شوې وه او تمه وه چې په ۱۳۹۳ کال کې بشپړه شي، خو په ويناء یې د جوړونکي شرکت او نورو شرکتونو ترمنځ په قرارداد کې د ستونزې له امله نا بشپړه پاتې شوې وه.

هغه وویل "یو مطمئین ښارګوټی دی، ټول ښاري خدمات پکې شته. د اوبو سیستم، برېښنا او هره اړتیا چې د ښارګوټي وي پدې ښارګوټي کې په پام کې نیول شوي دي".

پدې غونډه کې د ابوظبۍ د فنډ مشر السویدي وویل "دا پروژه ورته لومړیتوب وه چې بشپړه شي او مننه کوي، چې د شیخ زاید النهیان نوم پرې ایښودل شوی دی".

دا ښارګوټی د قصبې په سیمه کې جوړ شوی دی.