غني: د یو هیواد ثبات د هغه صادراتو پورې تړلی دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د یو هیواد ثبات د هغه د صادراتو د کچې پورې تړلی دی او په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره باید د دغه هیواد د صادراتو کچه لوړه شي.

ښاغلي غني، چې د شنبې په ورځ (اپریل ۲۱) د سوداګریزو آتشو او د تدارکاتو د نویو کارکونکو د معرفي کولو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وینا کوله وویل، د افغانستان د وارداتو لږ تر لږه اتیا فیصده په کور دننه تولیدیدلی شي، خو بیا هم د دغه هیواد واردات د صادراتو په پرتله دولس برابره لوړ دي

.

ولسمشر غني وویل "موږ ځای ناستی تولید لرو، خو په تیرو کلونو کې د تولید پر سر په بنیادي ډول فکر نه دی شوی او خبیثه کړۍ هغه مهال ماتیدلی شي، چې زموږ د وارداتو او صادراتو بیلانس لومړی په مثبت ډول د صادراتو په لور لاړ شي او بیا زیات شي له همدې اړخه د ټولنې ښکاره اړتیا دا ده چې ښکاره اهداف وټاکي، چې په هر مالي کال کې څومره خپل واردات کموي او څومره خپل صادرات زیاتوي".

ښاغلي غني د آزادو سیالیو له لارې د نویو سوداګریزو آتشو ګومارل مهمه لاس ته راوړنه وبلله او وې ویل، هغه ادارې د اصلاح وړ نه دي، چې په کې د استخدام پروسه د اړیکو پر بنسټ ترسره شوې وي.

افغان ولسمشر د خلکو په اقتصادي ژوند کې د مثبت بدلون پر راوستلو ټینګار وکړ او وې ویل، د افغانانو ژوند هغه مهال مثبت بدلون مومي، چې د بازار په مدیریت کې اساسي بدلونونه راوستل شي.

ښاغلي غني نویو ګومارل شویو سوداګریزو آتشو ته په خطاب وویل "څلویښت فیصده خلک فقر لاندې دي، د افغانستان د خلکو یو په درېیمه برخه شپې په لوږه ویده کیږي، تاسې ته چې تر ټولو ښه امکانات درکول کیږي، د دې لپاره دي، چې د دغو خلکو ژوند بدل شي. موږ د 'سي بي آر' له لارې تر ټولو ښه معاشونه ددې لپاره تاسې ته نه درکوو، چې ډیر خاص یئ، بلکې د دې لپاره یې درکوو چې خاصه ژمنتیا ولرئ، تاسې خپل لومړنی ظرفیت د آزموینو له لارې تثبیت کړ، خو ستاسې اساسي آزموینه داده چې زموږ د خلکو ژوند څه ډول بدلوئ".

افغان ولسمشر له سوداګریزو آتشو څخه وغوښتل، چې د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره په دې برخه کې شته خنډونه او فُرصتونه په اساسي ډول وڅیړي.

دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې د سوداګریزو آتشو ګومارنه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون له خوا د آزادو سیالیو له لارې ترسره کیږي.