امریکا له برتانیا او فرانسې سره په ګډه پر سوریه برید وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د دمشق په وخت سهار د امریکا ولسمشر سپینه ماڼۍ کې رسنیو ته وویل، له برتانیا او فرانسې سره په ګډه دغه هېواد په سوریه کې د بشار اسد د حکومت د کیمیایي وسلو په مرکزونو بریدونه کړي.

ډونلډ ټرمپ ایران او روسیې ته هم خبرداری ور کړ چې د بشار اسد د حکومت له ملاتړ لاس واخلي.

د امریکا د ولسمشر له وینا وروسته د برتانیا او فرانسې مشرانو هم وویل، چې خپلو ځواکونو ته یې په دې برخه کې د برید امر کړی دی

.

د سوریې مرکز دمشق کې د ډېرو چاودنو غږونه اورېدل شوي او د دغه ښار له ختیځو برخو اسمان ته لوګي پورته شوي دي.

پنټګان وايي، دا بریدونه اوس درول شوي دي.

د سویې حکومت وايي، امریکا او ملګرو یې دېرش توغندي ور توغولي، خو دوی تر لسو پورې شنډ کړي دي.

امریکا وايي، تر سلو پورې توغندي یې پر سوریه ویشتلي دي.

ولې پر سوریه بریدونه وشول؟

د سوریې پلازمېنې ته څېرمه دوما کې تېره شنبه د ادعايي کمیايي برید وروسته امریکا په سوریه کې د پراخو بریدونو خبره وکړه.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، په هغه برید کې ۷۰ کسان وژل شوي او نږدې ۵۰۰ نور ټپیان دي.

بشار اسد او د هغه ملاتړو روس او ایران دا کمیايي برید رد کړ او مخالفان یې مسوول وبلل.

روسیې دا هم ویل، چې امریکا دغه پېښه پر سوریه د برید لپاره پلمه کوي او خبرداری یې ور کړ چې که داسې کېږي، نو د جګړې پیلېدلو امکان شته.

خو د امریکا حکومت ویل، "ډېر باوري سندونه" یې موندلي، خو لا هم په دغه "کیمیايي" برید کې کارول شوي موادو جوړښت ارځوي.

اوس د امریکا ولسمشر وايي، پر سوریه اوسنۍ برید د دې لپاره شوی چې د کمیايي وسلو د کارولو، پراختیا او تولید مخه ونیول شي.

هغه دا هم وايي، چې د امریکایانو په وینه او شتمني منځنی ختیځ له ستونزو پاکېدلی نشي:

"موږ هڅه کوو، خو د دې سیمې برخلیک د خپلو خلکو په لاس کې دی".

د امریکا دفاع وزیر وروسته وویل، چې پر سوریه د دوی بریدونه درېدلي، خو که بشار اسد حکومت بیا هم کمیايي وسلې وکاروي، له ځواب سره به مخ شي.

خو له هغه مخکې ډونلد ټرمپ وویل، دا بریدونه به تر هغه روان وي چې د سوریې حکومت له کمیایي بریدونو توبه ګار کړي.

د روس، ایران او سوریې غبرګون

پنټګان وايي، د امریکا، برتانیا او فرانسې له دغو بریدونو مخکې له روسیه سره کومه همغږي نه ده شوې، خو یواځې د سوریې په اسمان کې د ټکر د مخنیوي لپاره یې معلومات ور کړي وو.

د دې برید په ځواب کې د امریکا لپاره د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وویل: زموږ خبرداري ته چا غږو ونه نیو، موږ بیا ګواښل کېږو:

"خبرداری مو ور کړی و چې داسې بریدونه بې ځوابه نشي پاتېدلی، د دې ځواب مسوولیت به د واشنګټن، لندن او پاریس په غاړه وي".

په ورته مهال د روس د ددفاع وزارت وايي، پر سوریه د امریکا او د ملګرو بریدونو کې د روسیې هوايي او سمندري اډې نه دي په نښه شوې.

روسی چارواکي دا هم وايي، چې د امریکا او ملګرو توغندي یې یو هم هغې سیمې ته نه دی توغول شوی چې روسیه یې امنیت ساتي.

دوی وايي، دا ناممکنه ده چې امریکا او ملګري یې د دغه برید له ځواب سره مخ نه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوه بیان په خپرولو سره دا برید غندي او وايي د سیمې او له هغه په پراخه کچه پایلې به ولري.

د سوریې ولسمشر هم دا بریدونه د دغه هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلافورزي بللې ده.

له بلې خوا د کاناډا لومړي وزیرجاسټن تروډو او د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ د دې برید ملاتړ کړی دی.

ایران او روسیې ته زور ښودل

پر سوریه له تازه برید مخکې لوړپوړي امریکايي چارواکي سره وېشلي وو.

ویل کېږي د امریکا دفاع وزیر د محدودو بریدونو ملاتړی و، خو ډونلد ټرمپ، د هغه تازه سلاکار جان بولټن پراخ بریدونه غوشتل.

خو جېمز متیس د دې پراخو بریدون وپایلو اندېښمن و او ویل یې ممکن ور سره نښتې زیاتې شي.

مګر والسټریټ جورنال ته یوه امریکايي چارواکي له نوموښودنې پرته ویلي، ډونلد ټرمپ ویل چې په دا ډول بریدونو سره ایران او روسیې ته خپل زور ښيي.

کوم ځایونه په نښه شوي؟

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال ژورف ډانفورډ وايي، په دغو بریدونو کې درې سیمې په نښه شوې دي.

  • په دمشق کې څېړنړیز مرکزونه، چې د هغه په خبره، د کیمیايي او بیولوجیکو وسلو له تولیدولو سره تړلي دي.
  • د حمص په لوېدیځ کې کیمیايي سلاکوټونه.
  • حمص ته نږدې کیمیايي سلکوټونه او د یوې مهمې قومندانۍ مرکز.