" د پښتنو تحریک د پنجابیانو د ملاتړ بغیر نشې کامیابیدی"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تر هغه چې په پاکستان کې د پنجاب خلک د پښتون ژغورنې د تحریک ملاتړ ونکړي، دغه تحریک به هیخ ډول اثر ونلري.

دغه خبره د امریکا په جارج ټاون پوهنتون کې پروفیسرې کرسټین فیئر امریکا غږ ته د پښتون تحریک په اړه وکړه. هغه وایي "په پاکستان کې د پښتنو د ژوند هیڅ درناوې نه کیږي ځکه د پاکستان پوځ د پښتنو په سیمو کې جعلي عملیات کوي، پښتانه وژني او امریکا ته وایي چې مونږ ترهگر ووژل

."

کرسټین فیئر چې د پاکستان په پوځ یې کتاب هم لیکلی، د امریکاغږ سره د پښتون تح‏ریک په اړه په مرکې کې د پاکستان په پوځ سختې نیوکې وکړې.

هغې وویل چې د پاکستان د ادارو دغه چلند د برتانیې د دور د پالیسیو دوام دی. هغه زیاتوي "پاکستان په عمومي توگه د پښتنو د ژوند درناوې نه کوي خو که د پنجاب خلک د پښتنو سره یو ځاې شو ل نو کیدی شي، دغه تحریک کامیابه شي."

فیئر د پاکستان د پښتنو مقائسه د امریکا د تورپوستو سره وکړه. "ترڅو چې پنجابیان د پښتنو سره نه یې یوځاې شوي، لکه څنگه چې په امریکا کې ترڅو سپین پوستې د تورپوستو د حقونو لپاره د هغوي سره یو ځاې نشي، ترهغې پورې بدلون ناممکن دی."

ولسمشر ټرمپ او د پښتنو تحریک

د یکشنبې په ورځ یعنی د اپریل په اتمه د پښتون تحریک سره د ملاتړ په هدف د سپینې ماڼۍ مخې ته یوه غونډه وشوه چې پکې گډونکونکو د امریکا وغوښتل د پاکستان په حکومت فشار راولي چې د پښتنو ضد پالیسۍ نورې بندي کړي.

اغلې فیئر د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټرمپ به د پښتنو د دغې تحریک په هکله څه فکر ولري، وویل"ټرمپ هیڅ پروا نلري، پښتانه پنجابیانو ته ضرورت لري چې هغوي کوڅو ته راوباسي", خو هغې زیاته کړه چې دا په پښتنو پورې اړه لري چې څنگه پنجاب پدی قانع کوي چې ورسره ودریږي.

په جان هاپکنگز پوهنتون کې پروفیسر او د جنوبي اسیا چارو کارپوه ډینیل مارکي د اغلې فیئر سره پدې خبره موافق ندی چې ټرمپ پروا نلري.

هغه وویل ټرمپ دا هم ویلي دي چې پاکستان به د نژدی څاري، هلته به د بشري حقونو وضع هم څاري خو د ټرمپ اداره به د پاکستان په داخلي چارو کې مداخله ونکړي.

ډینیل مارکي وویل، "د پښتنو ځوانانو غوښتنې د ولسمشر ټرمپ د اندیښنو سره هم سمون خوري چې د پاکستان د پوځ د ترهگرو په وړاندې لري او د هغوي نه د راپیښ خطر په اړه ځانونه نه پوهه کوي." هغه زیاته کړه چې دا یې وجه ده چې د امریکا حکومت به غواړي چې د دغو پښتنو ملاتړ وکړي خو دا ډیره مشکله هم ده چې ملاتړ یې وکړي.

کارپوهان پدې سره موافق نظر لري چې پاکستان باید د ترهگرۍ په اړه خپله پالیسي بدله کړي او په سیمې کې د امن لپاره کوښښونه وکړي.

پاکستان تراوسه پورې د پښتون تحریک غوښتنو ته رسمي ځواب ندی ویلي خو د پوځ ویاند په یوې غونډې کې تور ولگاوه چې د منظور پښتین زیاتره خواخوږي په افغانستان کې دي.