د روسیې د خبرداري سره سره ټرمپ وايي پر سوریې برید کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په ټویټر کې روسیې ته سخت خبرداری ورکړ او ویلي دي چې سوریه په میزایلو ولي.

امریکا ویلي چې د کیمیاوي وسلو د استعمال په ځواب کې به د سوريې د رژیم پر ضد اقدام کوي، خو مسکو ویلي وو چې پر سوریې به د امریکا هر توغندی شنډ کړي.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې روسیې ته لیکلي دي: "روسیې ویلي چې پر سوریې توغیدونکي میزایل شنډوي. روسيې! چمتو شه، میزایل در روان دي، ښکلي او زیرک هم دي. تاسو باید د هغو وحشیانو تر څنګ ونه دریږئ چې خپل خلک په ګازو

وژني او خوند ترې اخلي."

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (اپریل۱۱) همدغه راز په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې له روسیې سره یې تر بل هر وخت اړیکې خرابې شوي دي. ولسمشر ټرمپ پر روسیې غږ کړی "د وسلو سیالي بنده کړه".

له بلې خوا د ښاغلي ټرمپ د ټویټ په غبرگون کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفوا، په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي چې "هوښیار میزایل باید د ترهگرو پر ضد وتوغول شي نه د مشروع حکومتونو په لور چې د څو کلونو راهیسې په خپله خاوره کې د نړیوالې ترهگرۍ پر ضد جنگیدلي دي."

ښاغلي ټرمپ لاتینې امریکا ته خپل پلان شوی سفر هم لغو کړ چې د سوریې پر رژیم باندې د ممکن برید اړوند موضوعاتو په هکله د خپلو غربي متحدینو سره مشورې وکړي.

د روسیې خبرداری

روسیې خبرداری ورکړی دی چې د امریکا هر هغه میزایل به شنډ کړي چې د کیمیاوي وسلو د استعمال په پلمه یې پر سوریې توغوي. په لبنان کې د روسیې سفیر د سه شنبې په ماښام دا هم ویلي چې ددې ډول نښتو مخه باید ونیول شي او مسکو خبرو ته تیار دی.

مسکو او واشنگټن د سه شنبې په ورځ په ملگرو ملتونو کې په داسې حال کې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د موضوع پر سره جلا موقفونه غوره کړل چې امریکا او متحدینو یې د کیمیاوي وسلو د استعمال له کبله د اسد د رژیم پر ځواکونو د برید ګواښ کړی.

په سوریه کې د مرستو رسولو مامورین وایي چې د شنبې په ورځ د سوریې په دوما ښار کې ٦٠ تنه د کیمیاوي وسلو په یو مشکوک برید ووژل شوي. همداشان نړیوال روغتیایي سازمان د چهارشنبې په ورځ ویلي چې شاوخوا ٥٠٠ تنه نور د کیمیاوي زهرجن ګاز باندې د ککړتیا په وجه تر درملنې لاندې دي.

د سوریې حکومت او روسیه وایي دغه رپوټونه درواغ دي. کرملین د چهارشنبې په ورځ هیله څرگنده کړه چې په سوریه ټول دخیل اړخونه ښایي له هر هغه کار نه ډډه وکړي چې په منځني ختیځ کې نازک حالات د بې ثباتې خواته بوزي او څرګنده یې کړه چې د دوی پر متحد باندې د امریکا د هر ډول برید سره سخت مخالف دي.

په دوما باندې له برید وروسته د یاغیانو وروستۍ ډلې جیش الاسلام هم بالاخره موافقه وکړه چې له دې ښار نه ووځي. دا د روسیې د جمهور رئیس بشارالاسد لپاره یو ستر بریا ڼل کیږي چې دمشق ته نژدې په غوطه ښار کې یې خپل مخالفان وځپل.