FBI د ټرمپ د وکیل په کور او دفتر چاپه وهلې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا فیډرالې تحقیقاتي ادارې ایف بي آې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وکیل مایکل کوهن په کور او دفتر چاپه وهلې ده. کوهن د لوڅو فلمونو د ستورې ډینیل د تورونو په وړاندې د ټرمپ مدافع وکیل دی.

د امریکا د امنیتي ادارو منابع وایي چې د امریکا فیډرالې تحقیقاتي ادارې ایف بي آې د دوشنبې په ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شخصي وکیل مایکل کوهن په کور او دفتر چاپه وهلې ده.

دا د ولسمشر ټرمپ د نژدی ملگرو نه د تحقیقاتو د لړۍ وروستۍ پیښه ده

.

د کوهن وکیل وایي چې د کوهن په دفتر او کور باندې دغه چاپه د ځانگړي تحقیقاتي ډلې د مشر رابرټ مولر په وینا هلې شویده.

رابرټ مولر د امریکا د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوران کې د روسیې د ممکنه مداخلې په اړه تحقیقات کوي.

د یادونې وړ ده چې مایکل کوهن د هغې نه وروسته په خبرونو کې زیات مشهور شویدی چې هغه د امریکا د ولسمشر د لوڅو فلمونو د یوې مشهورې ستورې سټورمي ډینیل په وړاندې دفاع وکړله.

ډینیل په کوهن هم تور لگولی دی چې هغه یې بدنامه کړیده. کوهن ویلي و چې ډینیل د پیسو لپاره په ولسمشر ټرمپ د جنسي روابطو تورونه لگولې و.

ټرمپ د تحقیقاتي ادارې دغه اقدام په سختۍ غندلی دی.