"پاکستان د افغان طالبانو جګپوړي مشران نیولي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان حکومت او طالبانو ته نژدې سرچینو ویلي، په تېر یوه کال کې پاکستان د طالبانو یوشمېر لوړپوړي غړي نیولي دي.

د دغو سرچینو په باور، د نیول شویو طالب چارواکو له ډلې یو شمېر یې خوشې شوي او د ځینو برخلیک لا نه دی مالوم.

بل لور ته په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفیر مُلا عبدالسلام ضعیف ادعا کوي چې په تېرو څو کلونو کې پاکستان څه باندې زر طالبان نیولي، چې یوشمېر یې وژل شوي هم دي

.

د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې ملامحمد عیسي اخوند چې دوه کاله مخکې د کندهار لپاره د طالبانو والي و، په تېره جنورۍ میاشت کې د پاکستان له خوا نیول شوی دی.

ویل کېږي چې ملاعیسی اخوند د طالبانو له پخواني مشر ملا اختر محمد منصور سره نژدې اړیکې درلودې او یوځل یې په اسلام اباد کې د سولې په خبرو کې د طالبانو استازیتوب هم کړی و.

یو بل طالب چاروکی چې په دې وروستیو کې یې د پاکستاني حکومت له خوا د نیول کېدو خبره کېږي، ملا الیاس نانی دی.

سرچینې وایي چې د طالبانو دغه چارواکی د سولې خبرو ته لېواله و.

ملاعبدالسلام ضعیف د طالبانو د حکومت پرمهال اسلام اباد کې سفیر و، او د طالبانو د حکومت تر نړېدو وروسته د پاکستاني چارواکو لخوا ونیول شو او بیا امریکایانو ته وسپارل شو.

مُلا ضعیف بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو پر مشرانو فشارونه کم شوي، خو له دې مخکې د طالبانو سلګونه مشران د پاکستاني ادارو لخوا نیول شوي او ځینې یې ان وژل شوي هم دي.

ښاغلي ضعیف زیاته کړه، د پاکستان فشار به پر طالبانو اغیز ونه کړي او د فشار له لارې به دوی ونشي کړای طالبان خبرو اترو ته چمتو کړي.

د هغه په خبره د طالبانو یو شرط له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي، چې د ده په خبره پام ورته نه دی شوی.

درې ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي کابل ته د سفر په ترځ کې د ملي یووالي حکومت د سولې له پروګرامه ملاټړ وکړ.

دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې د مخالفینو پر ضد شریکه مبارزه وکړي.

په افغان حکومت کې یوه معتبره سرچینه بیا وایي، پاکستان لا هم سولې ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې کوم ګام نه دی اوچت کړی.

دې سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، پاکستان کې مېشت یو شمېر طالبان سولې ته لېواله دي، خو د پاکستان استخبارات هڅه کوي چې د طالبانو لخوا د سولې د خبرو بهیر کنترول کړي.