د پي ټي ایم جلسه کې برخې اخستو دپاره د ډلو پېښور ته رسېدل پیل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په پیښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اتم اپریل جلسه کې د برخې اخستو دپاره دپاکستان دبیلابیلو برخو نه د هئېتونو پېښور ته رسیدل پیل شوي اؤ د غورځنګ مشران هېله لري چې دا جلسه به پښتنو دتاریخ یوه کامیابه اؤ مهمه جلسه وي.

دپېښور په رینګ روډ پي‌ ټي ایم دغه جلسې دپاره انتظامات په داسې حال کې روان دي چې دکورنیو چارو وزارت د وړاندې نه په اولسي مقاماتو دترهګزیزو بریدونو خبرداری ورکړی خو د پي تي ایم فعالین وایي دوئ به په هر صورت دغه جلسه کې برخه اخلي

.

دجلسې دپاره د پښتون ژغورنې دغورځنګ فعالینو د تیرې یوې میاشتې راهسې تیارۍ کړي دي اؤ دپښتنو په کلي ، کلي اؤ کوڅه په کوڅه ګرځیدلي ، خلک یې دغه جلسه کې ګډون کولو ته رابللي دي.

د پي ټي‌ایم یو مهم مشر ښاغلي محسن داوړ وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ویلي چې د لرې پرتو سیمو خلک پخپلو خرچو پیښور ته رارسیدلي یا په لاره دي اؤ امکان لري چې پښتانه به په ګڼ شمیر دغه جلسه کې ګډون وکړي.

هغه وویل هر څو که ځینې خلک د ویرو په خورولو سره غواړي چې دغه جلسه کې په ګڼ شمیر داولس دګډون مخه ونیسي خو پښتانه اوس هوښیار شوي اؤ وړې ، وړې نکتې ته ځیر دي.

محسن داوړ وویل د تیرې څه دپاسه یوې لسیزې راهسې چې دپښتنو په خاوره په ناحقه څومره وینې وبهیدې اوس نور پښتانه دې ته تیار نه دي چې نورې وینې توئیدل وزغمي اؤ دغه جلسه هم ددې دپاره جوړیږي چې پښتانه پخپله خاوره د سوله ایز ژوند غږ پورته کړي.

د پي ټي ایم جلسه کې دبرخې اخستو دپاره د باجوړ د پشت سیمې نه پیښور ته رسیدلي طالبعلم فضل کریم ډیوه ته وویل “په ما وخت نه تیریدلو چې کله به اتم اپریل رارسیږي اؤ دې جلسه کې به برخه اخلم . دجمعې په ورځ پیښور ته راتلم خو دڅه مجبورۍ له کبله پاتې شوم اؤ نن سحر پیښور ته راورسیدم”

۲۱ کلن فضل کریم وایي د باجوړ نه به نور طالبعلمان هم په ګڼ شمیر کې د پي‌ ټي‌ ایم جلسه کې برخه اخلي‌ ځکه چې اوس خلک پوئ شوي چې که پي ټي ایم کامیاب نکړي نو پښتنو سره دخپلو حقونو ترلاسه کولو دپاره بله لاره نه ده پاتې .

دپيښور ، چارسدې، مردان، صوابۍ ، کوهاټ ، بنو، ډیره اسماعیل خان په سړکونو بازارونو اؤ جوماتونو کې هم ددغه جلسې بلنې ویشتل شوي دي خو په سوشل میډیا به په سوؤنو خلک لیدل کیږي چې له یو بل نه په دغه جلسه کې د ګډون سوګندونه اخلي.

دپیښور دجلسې دپاره که په سوشل میډیا چرته دبلنې پوسټونه ترسترګو کیږي نو هلته د شعرونو په ژبه هم د پي ټي ایم سره د خواخوږۍ اؤ مرستې څرګنډونې لیدل شوي دي