افغانستان:هیله من یو چې پاکستان دافغانستان زمکنۍ پشپړتیا ته درناوی وکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دافغانستان ددفاع وزارت ویلي ،نن به هم دافغانستان پوځي هئیت دپاکستان له پوځي مشرانو سره دتوغندوي بریدونو او پریو شمیر نورو هاغو خوځښتونو بحث وکړي چې دکرښې په اوږدو کې د دواړو هیوادونو داړیکو دخرابیدو سبب ګرځي.

دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش وائس اف امریکا ډیوه سره په خبرو کې ویلي تیره ورځ دافغانستان دفاع وزارت د اوپراسیون مشر ډګرجنرال نجیب الله علیزي په مشری پوځي پلاوي پرډیورنډ کرښه دامنیتي او یو شمیر نورو مسایلو دحل لپاره پاکستان ته تللی او تیره ورځ یې دهغه هیواد له پوځي مشرانو سره په خبرو کې د هیواد په ختیزو سیمو د کرښې هغې طرفه پرافغان خاوره دراکټي بریدونو غندنه وکړه

.

راد منش وویل"زمونږ پلاوی چې پاکستان ته تللی دوه ستوری پوځي پلاوی دی چې مشري یې د دفاع وزارت داوپراسیون د ریيس پرغاړه ده ،

هغه وویل پاکستان ته دتللي پلاوي دخبرو لومړیتوب او اساسي اندېښنې دا دي چې دافغانستان پر خاوره توغندوي بریدونه چې ښکاره سرغړونه ده ،په مکمل ډول ودرول شي"

ویاند مرستیال زیاته کړه که دافغانستان پرخاوره دپاکستان د توپونو بریدونه اوله هوايي حریم څخه سرغړونه په راتلونکې کې بیا تکرارشي افغان پوځیان چمتووالی لري چې په سترقوت سره ځواب ورکړي.

دنړیوالو پوځي چارو څیړونکی جنرال عتیق الله امیر خیل وايي دافغانستان په خاوره دپاکستان دراکټي بریدونو په هکله باید افغان حکومت دامنیتي تړون له مخې له امریکا څخه د دې بریدونو دمخنیوي غوښتنه وکړي نه له پاکستان څخه .

هغه وویل"مونږله امریکا سره امنیتي تړون لرو،د دې تړون په یوې ماده کې په واضحه توګه راغلي که چیرې کوم بهرنی هیواد دافغانستان پرخاوره حمله کوي امریکا به له مشورې وروسته دافغان خاورې نه دفاع کوي،اوس دامریکا غبرګون کوم دی چې په دې اړه څرګندشي؟"

دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دکرښې په اوږدو کې دروان کړکیچ دپاي لپاره افغان پوځي پلاوی په دوه ورځني سفر په داسې حال کې پرون دپاکستان پوځي مشرانو سره دخبروپه هدف پاکستان ته تللی چې جمهور ريیس محمدا شرف غني دجمعې په ورځ په کابل کې دپاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي سره خبرو کې ویلي د ډیورنډ کرښې په اودو کې روان وضعیت دهیڅ هیواد په ګټه نه دی اواندیښنې او تشویشونه درسمي ادارو لخوا دخبرو اترو له لارې باید هوارې شي.