د تلې ۲۸ د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان شوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ټاکنو کمېسون وايي، د دغه هېواد پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې پر ۲۸ نېټه کېږي.

دا ټاکنې له نږدې دریو کلونو ځنډ وروسته کېږي.

ټاکلې وه د افغانستان پارلماني ټاکنې د اساسي قانون له مخې د ۱۳۹۴ کال په غوايي یا غبرګولي میاشت کې شوې وی، خو حکومت په دې کار ونه توانېد.

له دې مخکې د دې ټاکنو لپاره د چنګاښ یا سرطان ۱۶ نېټه غوره شوې وه، خو اوس بدله شوې ده

.

ولسمشرۍ ماټۍ د راتلونکو ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې د پارلمان د اوسنۍ دورې وخت وغځاوه او همدا وجه ده چې اوس دا پړاو اته کاري کال ته ننوتلی دی.

د ټاکنو کمېسون مشر ګلاجان بدیع صیاد د یکشنبې په ورځ( د اپرېل اوله) د ټاکنو د نېټې اعلانولو سره وویل، د ګوندونو او بنسټونو شتون به د دې ټاکنو د روڼتیا سبب شي.

د یوناما هرکلی

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره د ټاکنو خپلواک کمېسون د دې پرېکړې هرکلي کوي او په یوه اعلامیه کې وايي:

"ملګري ملتونه د ټاکنو خپلواک کمېسون د دې پرېکړې هرکلی کوي چې اکتوبر کې د افغانستان پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې کوي".

په اعلامیه کې د تادموچي یاماموتو له خولې ویل شوي، چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د افغانانو په مشرۍ د ټاکنو ملاتړ کوي:

"رڼې او ټول شموله ټاکنې د افغانستان د ولسواک او سیاسي بهیر لپاره اړین څیز دی. په دې ټاکنیز بهیر کې د افغانانو ګډون ته ډېره اړتیا ده".

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې تېر ډيسمبر مرستندویه هېوادونو ژمنه کړې، د رایه ور کوونکو د نوملیکنې ۹۰ سلنه لګښت- چې اته ویشت عشاریه څلور میلیونه ډالر کېږي- په غاړه واخلي.

نوم لیکنه

د څو دېرشو کلونو جګړې له امله ډېر افغانان باوري پېژندپاڼې نه لري او د تړون له مخې په شرایطو برابر کسان باید د رایې ور کولو لپاره نوم ولیکي.

له دې مخکې هغه چا رایه ور کولی شوه چې د ټاکنو کمېسون د رایې کارت یې درلود، خو د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې سیالو نوماندانو وویل چې دا کارتونه ناوړه کارول شوي او درغلۍ ته یې لار جوړه کړې ده، ځکه ممکن یو کس ښايي له یوې ډېرې رایې ور کړې وي.

خو ښاغلي صیاد وویل، چې له خلکو، سیاسي ګوندونو او مدنې ټولنې سره له سلا وروسته ټاکلې ده چې رایه ور کوونکي د پېژندپاڼې له مخې وپېژندل شي.

ده له ټولو افغانانو وغوښتل چې د نوم لیکلنې لپاره پېژندپاڼه اړینه ده او خلکو ته پکار دي تذکره په لاس د رایې ور کولو نږدې مرکز ته لاړ شي او د ځان له ثبتولو وروسته یواځې دلته د رایې ور کولو حق لري.

افغانستان کې د رایه ور کوونکو شمېر معلوم نه دی خو له دې مخکې د ټاکنو کمېسون دا شمېر ۱۷ میلیونه ښودلی و او ویلې یې و چې ۳۹ سلنه یې ښځې دي.

ښاغلي صیاد دا هم وویل چې څوک د افغانستان د وګړتوب تذکره نه لري له روان پسرلي ورته وېشل کېږي.

د ښاغلي صیاد په خبره، په ۳۲ ولسوالیو کې د رایې ور کولو مرکزونه په نښه شوي نه دي.

ټاکنې ولې وځنډېدې؟

ټاکلې وه پارلماني ټاکنې د سرطان په ۱۶ ترسره شی، خو ښاغلی صیاد یې د ځنډېدلو پرېکړه په دې بهیر کې نوې ټیکنالوجي کارول بوي.

هغه دا هم وویل، پکار و د رایه ور کوونکو ګوتنښه اخیستل شوې وی، خو دا کار راتلونکو ټاکنو کې شونی نه دی او وخت ور سره ضایع کطږي.

په تېر عقرب میاشت کې ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمېسون پخوانی مشر نجیب الله احمدزی له دندې لرې کړ او لامل یې هم د ټاکنو د کمېسون پرېکړه او غوښتنه وبلله.

د نوموړي په ځای د بل کس پېژندلو هم ډېر وخت ونیو او ښاغلی صیاد وایي، دا چاره هم د ټاکنو د ځنډېدو سبب شوه.